د یوې څېړني له مخي تر ۱۵ کلنۍ لوړ کسانو یو پر پنځمه برخه د هوا د ککړتیا له امله چي سبب يې د فوسیلي موادو سوځېدل دي، خپل ژوند له لاسه ورکوي. چین او هند د هوا د ککړتیا له امله تر ټولو اغیزمن هیوادونه دي.
اعلان
د یوې څېړني له مخي چي د سه شنبه په ورځ د (چاپیریالي تحقیقاتو) په نامه مجله کي خپرې سوي، په ۲۰۱۸م کال کي څه د پاسه ۸ میلیونه انسانانو چي عمرونه يې تر ۱۵ پورته ول، د سکرو، پترولو، ډیزلو او نورو موادو د سوځېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه رپوټ کي راغلي دي چي چین او هند تر ټولو زیات له دغي ستونزي سره لاس او ګریوان او له عواقبو څخه یې اغیزمن دي.
خو په آلمان کي هم ددغي ډلې یو پر پنځمي برخي مړینه د فوسیلي موادو د سون له امله د هوا له ککړتیا سره ارتباط ورکړل سوی دی. ددغي څېړني پر اساس، ددغو اته میلیونو کسانو د مړیني څه د پاسه نیمايي برخه په هند او چین کي رامنځته سوې او په دې ډول له دغو دوو هیوادونو څخه په هر یوه کي شاوخوا دوه اشاریه پنځه میلیونه کسان په ۲۰۱۸م کال کي د هوا د ککړتیا له امله مړه سوي دي.
تر هغو وروسته د جاپان، اندونیزیا، امریکا متحده ایالات او بنګله دیش هیوادونو د هوا د ککړتیا له امله تر ټولو ډیره مړینه درلوده. ددغو کارپوهانو په خبره، همدارنګه په آلمان کي هم له کاله ۱۹۸ زره او ۵۶۹ کسان د هوا د ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هاوارډ، برمینګهم، لایستر له پوهنتونونو او د لندن پوهنتوني کالج څخه محققینو په وینا، هغه کوچنۍ ذرې چي د نفتو، ګازو او په خاص ډول د سکرو د سوځیدو له امله په هوا کي خپریږي، په شپږو آسیايي هیوادونو کي د مړیني د یو پر څلرمي برخي عامل ګرځي.
د تیرو څېړنو پر اساس د سون له پاره د فوسیلي موادو استفاده په ټولي نړۍ کي د اوسط عمر کچه او یا هم ژوندانه ته د هیله مندۍ کچه دوه برابره راکموي. په چین او هند کي حتی د اوسط عمر کچه څلور برابره راکښته کوي. نوي څېړني حتی د هوا د ککړتیا له امله د تقریباً دوه برابره مړو د زیاتوالي څخه خبرداری ورکوي.
(gp/nz (AFP
د نړۍ تر ټولو ډیر ککړ ښارونه کوم دي؟
د ملګرو ملتونو په حواله «خاموش قاتل» یا ککړه هوا هر کال میلیونونه انسانان وژني چې ډیری یې د بې وزلو هیوادونو اتباع دي. په دې انځوریز البوم کې به د نړۍ ۱۵ تر ټولو ککړ ښارونه او د ککړتیا د درجې په هکله معلومات ترلاسه کړئ.
انځور: picture-alliance/dpa
د ایر ویژول (AirVisual) په نامه یوه انترنتي پاڼه چې په ټوله نړۍ کې د هوا ککړوالی څاري تازه شمیرې او معلومات خپاره کړي دي. دغه سازمان په ۲۰۱۵م کال کې جوړ شوی او موخه یې خلکو ته د ټکنالوجۍ پرمټ د هوا د ککړتیا په هکله معلومات ورکول دي څو په هکله یې اقدامات وشي. د ککړتیا په هکله معلومات د ایرویژول په نامه له ویبپاڼې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوي دي. https://www.airvisual.com
انځور: picture alliance/dpa
۱. چیانګ مای، ټایلنډ، د ککړتیا درجه ۲۶۷
انځور: picture-alliance/dpa/ZB/A. Lander
۲. کتمندو، نیپال، د ککړتیا درجه ۱۹۲
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/S. Gautam
۳. ډینپاسار، اندونیزیا، د ککړتیا درجه ۱۷۵
انځور: Reuters/D. Whiteside
۴. ممبی، هندوستان، د ککړتیا درجه ۱۶۸
انځور: picture-alliance/AP Photo/R.S. Iyer
۵. ډهاکا، بنګله دیش، د ککړتیا درجه ۱۶۲
انځور: bdnews24.com
۶. ډهلي، هندوستان، د ککړتیا درجه ۱۶۰
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gupta
۷. کابل، افغانستان¸ د ککړتیا درجه ۱۵۶
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai
۸. شنګهای، چین، د ککړتیا درجه ۱۵۵
انځور: Getty Images/Lintao Zhang
۹. هانګژو، چین، د ککړتیا درجه ۱۵۴
انځور: Getty Images/VCG
۱۰. وهان، چین، د ککړتیا درجه ۱۵۲
انځور: Getty Images/VCG
۱۱. مونشن، آلمان، د ککړتیا درجه ۱۴۴
انځور: picture-alliance/blickwinkel/S. Ziese
۱۲. کراکاو، پولنډ، د ککړتیا درجه ۱۴۰
انځور: picture alliance/NurPhoto/J. Arriens
۱۳. شینګ دو، چین، د ککړتیا درجه ۱۳۳
انځور: picture-alliance/Imaginechina/Xiao Ma
۱۴. لاهور، پاکستان، د ککړتیا درجه ۱۲۸
انځور: picture-alliance/Pacific Press/R. S. Hussain