په ایران کې د جګړې پر مهال د وژل شوي ستر مشر علي خامنهيي د جنازې لمونځ د یو لوړپوړي دیني عالم په امامت ادا شو.
د عامه ماتم د مراسمو په دویمه ورځ، ۹۷ کلن ستر آیتالله جعفر سبحاني د جنازې د لمانځه امامت وکړ، چې د ایران د دولتي ټلوېزیون په خپرو شویو انځورونو کې هم لیدل کېږي.
علي خامنهيي د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه پر رسمي دفتر د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی و.
له دې وروسته امریکا او اسرائیلو تر پنځو اوونیو زیات وخت له ایران سره جګړه وکړه، تر دې چې د اپرېل میاشتې په پیل کې د واشنګټن او تهران استازو د اوربند پر یوې موافقې هوکړه وکړه.
په مشهد کې به خاورو ته وسپارل شي
د خامنهيي جسد به د دوشنبې ورځې پورې په تهران کې پاتې وي. وروسته به د ایران په مذهبي ښار قم او په ګاونډي هېواد عراق کې به هم د درناوي مراسم ترسره شي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
د مجتبی خامنهيي د ګډون په اړه اوازې
په همدې حال کې په ایران کې دا اوازې هم روانې وې چې ښایي د خامنهيي زوی او ټاکل شوی ځایناستی مجتبی خامنهيي د لومړي ځل لپاره له خپلې ټاکنې وروسته په عامه مراسمو کې راڅرګند شي.
خو د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۵۶ کلن مجتبی خامنهيي لپاره د جنازې د لمانځه د امامت کومه برنامه نه ده ټاکل شوې.
ویل کېږي چې په قم کې به د جنازې لمونځ آیتالله مکارم شیرازي (۹۹ کلن) او په مشهد کې به نوري همداني (۱۰۱ کلن) ادا کړي.
له سنګر ماتونکو احتمالي بریدونو څخه د ژغورنې په موخه دغه هوایي اډه د ځمکې په عمق کې جوړه شوې ده. دلته ولاړې جنګي الوتکې پر اوږد واټن ویشتونکو کروز توغندیو سمبالې دي. د دې هوایي اډې نوم «عقاب ۴۴» ایښودل شوی دی.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS ایران د ۲۰۲۳م کال د فیبرورۍ په ۷ نیټه د ځمکې لاندې هوایي اډې پرانیسته وکړه. د ایرنا خبري آژانس په حواله دا د دغه هیواد د پوځ یوه له مهمو هوایي اډو څخه ده.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERSله ایران سره اکثره د پخواني شوروي اتحاد د دور روسي ميګ او سخویې جنګي الوتکې دي. له دغه هیواد سره یو شمیر چینایي الوتکې هم شته چې په هغو کې د F-۷ الوتکې هم شاملې دي. د ایران له هوایي ځواکونو سره له اسلامي انقلاب څخه د مخکې دورې یو شمیر F-۴ او F-۵ جنګي الوتکې هم موجودې دي.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERSد ایران له خوا د دې بیس یا اډې دننه انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. د ایران خبري آژانس په حواله «په دې اډه کې د بې پیلوټه الوتکو سربیره هر ډول جنګي او بم غورځونکې الوتکې ساتل کیدلی شي.»
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERSدا چې دغه بیس په کوم ځای کې موقعیت لري هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د ایران په دولتي تلویزون کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «دغه بیس د غرونو لاندې په لسګونو متره ژوروالي کې جوړ شوی دی او دا د امریکا له ستراتیژیکو جنګي بمونو سره د مقابلې توان لري.»
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERSد ایران دولتي رسنیو د دې محرمې هوایې اډې د پرانیستې د مراسمو په ورځ د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري او د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالرحیم موسوي په دې اډه کې وښودل.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERSد دولتي رسنیو په حواله ایران د دا ډول پټو اډو په وسیله خپلې جنګي الوتکې له «احتمالي بریدونو سره د مقابلې» په خاطر اماده کولی شي، لکه امریکا او اسرائیل چې د خپلو وروستیو پوځي تمرینونو پر مهال کړي ول.
انځور: Iranian Army/WANA/REUTERS