1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي – شل د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه رابولي

۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبه

جي – شل ډله په پام کې لري د افغانستان په اړه يوه ځانګړې سرمشریزه جوړه کړې. په دې غونډه کې به پر مهمو صنعتي هيوادونو سربیره قطر هم ګډون ولري.

Italien Rom | COVID Green Pass | Premierminister Mario Draghi
انځور: Xinhua News Agency/picture alliance

د ايټاليا لومړي وزیر ماريو دراګي د چهار شنبې په ورځ وويل چې په دې ځانګړې غونډه کې به پر شلو مهمو صنعتي هيوادونو سربيره ملګري ملتونه، نړيوال وجهي صندوق او قطر هم ګډون وکړي. دراګي، چې د جي – شل مشري پر غاړه لري، وويل چې دغه غونډه به د اکتوبر پر ۱۲مه نيټه را وبلل شي.

طالبان د اګست مياشتې په نيمایي کې په کابل کې واک ته ورسېدل او هڅه کوي معتدله لاره غوره کړي خو ډېر هيوادونه ويره لري چې دغه ډله به د خپلې پخوانۍ دورې په څېر کلک چلن ولري.

دمګړۍ افغانستان د پېسو له ډېر زيات کمښت سره مخ دی. د بانکونو دباندې د خلکو اوږده کتارونه ليدل کيږي. زيات شمير حکومتي مامورينو له مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي.

د ايټاليا لومړي وزير ماريو دراګي وويل چې د جي – شل په غونډه کې به د افغانستان بحران مهمه موضوع وي.

هغه وويل چې د غونډې موخه به د افغانستان «د بشري ناورين» له پاره د حل لټول وي. دراګي زياته کړه: «دا د نړۍ د شتمنو هيوادونو دنده ده چې لاس په کار شي. دلته د انسانانو د ژوند ژغورلو خبره مطرح ده.»

نوموړي همدا راز زياته کړه چې د تمرکز دویمه موضوع د ترهګرۍ سره د مبارزې ده او دا چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله د بدليدو د مخنيوي له پاره مشخص اقدامات په ګوته شي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)