د ۲۰ سترو صنعتي او د صنعت په حال کې هیوادونو یا «جي۲۰» د مالیې وزیرانو ترمنځ د نظر اختلافاتو په پام کې نیولو سره، ګډون کوونکي ونه توانیدل چې د اوکراین د روانې جګړې په اړه یوه ګډه نهایي اعلامیه ترتیب کړي. دا ځل دغه غونډه په هند کې رابلل شوې وه.
زیلنسکي غواړي د بیجینګ د جګړې ختمولو پر طرحې وغږیږي
هند چې د دې غونډې کوربه وو د پریکړه لیک پر ځای یې یوه «خلاصه یا لنډیز» خپور کړ چې په هغې کې د ډیر شمیر ګډون کوونکو غړو له خوا د اوکراین جګړه په شدید ډول غندل شوې ده. په دې خلاصه کې تشریح شوې چې استازو «د بندیزونو له وضعیت څخه متفاوتې ارزونې» درلودلې.
پر اوکراین د روسېې يرغل نږدې يو کال کيږي. په دغه روانه جګړه کې تر اوسه په زرونو خلک وژل شوي او د اوکراین ډېر ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي. په دغه انځوریز رپوټ کې د جګړې ځېنې مهمو پېښو ته اشاره شوې ده.
انځور: Javie Espinosa/El Mundo/IMAGOروسي قواوو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه د ولسمشر ولاديمیر پوتين په امر د شمال، شرق او جنوب له خواو پر اوکراين پوځي یرغل وکړ. پوتين خپل دغه اقدام ته «ځانګړي پوځي عملیات» وايي چې موخه ېې د اوکراین «بې وسلې کول» او «له نازيانو څخه پاکول» بولي.
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/SNA/imago images روسي ځواکونو د مارچ په دوهمه د اوکراین د جنوبي ښار، خيرسون د نیولو ادعا وکړه او د همدې مياشتې په اوایلو کې ېې د خيرسون د پاتې برخې او په ګاونډ کې ېې د زاپروږيا سيمې ډېرې برخې هم ونيولې چې په هغو کې د زاپروږيا اټومي بټۍ چې د اروپا په سطحه تر ټولو سترې بټۍ دي هم شاملې دي.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERSروسي ځواکونه په اپریل کې د کیف له څنډو څخه ووتل چې تر وتلو وروسته ېې داسې ادعاوې وشوې چې د بوچا سیمې پر سړکونو د ملکيانو پراته مړي او یا ډله ایز قبرونه وموندل شول.
انځور: Ronaldo Schemidt/AFPروسي ځواکونو د اپریل مياشتي پر نهمه د اوکراين په شرقي ښار کراماتورسک کې د اورګاډي یو تمځای په توغندي وويشت. په دغه برید کې ۵۲ ملکیان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپيان شول.
انځور: Seth Sidney Berry/ZUMA Press Wire/picture allianceاوکرایني ځواکونو د اپریل مياشتي پر ۱۳مه د موسکوا په نوم د روسېې د تورې بحېرې يوه جنګي کښتۍ په یو توغندويز برید کې ووېشتله. د کروز توغنديو ليږدونکې دغه کښتۍ په راتلونکې ورځ په اوبو کې ډوبه شوه.
انځور: Vasily Batanov/AFP/Getty Imagesاوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERSد می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFPپه جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
انځور: Petra News Agency/dpa/picture allianceروسي ځواکونو د جون مياشتي پر ۳۰مه له سنيک جزېرې څخه شاتګ وکړ. دغه جزیره د اودیسا بندر جنوب ته ليرې د تورې بحېرې په اوبو کې پرته ده. روسي ځواکونو د اودیسه بندر د یرغل په لومړيو ورځو کې نيولی وو. د آرشیف انځور - په توره بحیره کې د روسېې سمندري ځواکونه
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture allianceروسېې او اوکراین د جولای پر ۲۲ په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د غله جاتو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې په میلیونو ټنه هغه غله دانه چې د جګړې له کبله د اوکراین د تورې بحېرې په بندرونو کې بنده پاتې وه، نړیوال بازارونو ته ېې له سره صادرات پیل شول.
انځور: TURKISH DEFENCE MINISTRY/ REUTERSد جولای پر ۲۹مه د روسي تر کنټرول لاندې جنوبي ښار اولینويکا کې یو زندان باندې توغندويز برید وشو چې پکې ۵۳ کسان ووژل شول.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERSد اګست مياشتي پر ۹ په کریمیا کې واقع یوه هوايي اډه کې ځواکمنې چاودنې وشوې. ډيرې چاودنې د برېښنا په یو سبستیشن او د مهماتو په ډيپوګانو کې وشوې. دا د اوکراین په جګړه کې د روسېې يوه مهمه رول لوبونکې پوځي اډه ده. د اوکراین يو لوړپوړي پوځي بیا وروسته وویل چې د کریميا بريدونه د کيف ځواکونو کړي ول.
انځور: REUTERSد تېرکال اګست مياشتي پر ۲۰ د روسي ملتپاله ايډیالوژیست الکساندر دوګين، لور، داریا دوګينا د يوه موټربم په چاودنه کې ووژل شوه. دغه چاودنه د مسکو له ښاره باندې رامنځ ته شوه چې روسي چارواکو ېې پړه پر اوکران ورواچوله.
انځور: TSARGRAD.TV via REUTERSاوکرايني ځواکونو د سپتمبر په ۶ په شمال شرقي سیمه خارکيف کې د روسي ځواکونو پر ضد ناڅاپي چټک تعرضي عملیات پيل کړل. په دغو عملیاتو کې له ډيرو سیمو څخه روسي ځواکونه چې له میاشتو راهيسي پکې اوسېدل، بېرته وښکل شول.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د سپتمبر مياشتي پر ۲۱ د قسمي پوځي بهيج اعلان وکړ، چې له مخې ېې ۳۰۰زره ریزرفي عسکر د روسېې پوځ ته نېول کېدل. دغه اعلان سبب شوو چې پر شرايطو برابر په سلونو زره روسي نارينه چې نه ېې غوښتل جنګ ته واستول شي، ګاونډيو هیوادونو ته وتښتي.
انځور: Daro Sulakauri/Getty Imagesد روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر پر ۳۰ د کريملین په یو مراسم کې د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق سندونه لاسلیک کړل.
انځور: Grigory Sysoyev/AP/picture alliance د اکتوبر پر ۸ نيټه د کریميا پر پله د یو لارۍ بم چاودنه وشوه چې د دغه پله يوه برخه ېې تخریب کړه. دغه مهم پل روسيه له کریميا نيمه ټاپو سره نښلوي. پوتین دا د اوکراین کار وباله او په ځواب کې ېې د اوکراین بريښنايي زیربناوې تر توغندويز بریدونو لاندې راوستلې.
انځور: AFPروسېې د اوکراین پر برېښنايي زیربناو لومړني توغندويز بریدونه د اکتوبر پر ۱۰مه پیل کړل. دغو بریدونو ادامه پيدا کړه چې د اوکراین په ډيرو ښارونو او سیمو کې ېې خلک په سوړ ژمي کې د اوبو او بريښنا له اړخه له سختو ستونزو سره مخ کړل.
انځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture allianceروسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERSد روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture allianceد ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture allianceاوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERSروسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: Sergei SUPINSKY/AFPروسيې د جنوري مياشتي پر ۱۲ د اوکراین د سولیدار ښارګوټي د نیولو خبر ورکړ. مسکو په عین وخت کې د بخموت د نیولو په موخه خپلې تعرضي حملې چټکې کړي دي. بخموت په سیمه کې د اوکراین تر ټولو قوي مرکز ګڼل کيږي. په انځور کې اوکرایني ځواکونو په سوليدار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې
انځور: AP/Libkosروسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: VALENTYN REZNICHENKO via REUTERSد روسېې د خصوصی امنيتي شرکت، واګنر مالک د فبرورۍ مياشتي پر ۱۰مه وويل چې د اوکراین جګړه به کلونه وخت ونیسي. يونګي پریګوژین، وویل د روسېې له خوا یوازې د دونباس سيمې بشپړ نیول به ۱۸میاشتې وخت ونیسي. د واګنر شرکت ملیشي د اوکراین په جګړه کې جنګیږي.
انځور: Uncredited/AP/dpa/picture alliance په دې غونډه کې د اوکراین د شخړې په هکله د ۲۰ غړو هیوادونو له ډلې څخه بی له روسیې او چین څخه د ۱۸ استازو له خوا د دوو پراګرفونو ملاتړ وشو.
یوه لوړپوړي هندي چارواکي آخې ست، ویلي چې د روسیې او چین استازو په دې دلیل چې دوی پر «مالي او اقتصادي مسائلو» تمرکز کوي له وروستۍ اعلامیې له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه.
دغه هندي چارواکي زیاته کړې ده چې د دې غونډې ۱۸ نور غړي په دې باور ول چې په اوکراین کې جګړه نړیوال اقتصاد ته پایلې لري او باید پرې بحث وشي.
«لویدیځ د جي ۲۰ غونډه بی ثباته کړې»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې اعلان وکړ چې امریکا متحده الاتو، اروپايي اتحادیي او د «جي ۲۰» نورو غړو هڅه وکړه چې د اوکراین له مناقشې څخه د خپل تفسیر د تطبیق کولو په خاطر، په نهایي بیانیه کې د ګډې پریکړې مخه ونیسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت انتقاد کړی دی چې امریکا او متحدینو یې د باج اخیستې له پاره ښکاره کوښښونه کړي ول او څو پلاوو ته یې «ضرب الاجل» هم ټاکلی و.
هند ته د المان د صدراعظم د سفر موخه څه ده؟
مسکو په خپلو تازه څرګندونو کې له لویدیځ څخه غوښتي دي چې له تخریبوونکو سیاستونو څخه دې لاس واخلي او د «څو قطبي نړۍ واقعیتونه» دې په رسمیت وپيژني. د روسیې د څرګندونو په یوه برخه کې راغلي دي چې د جي ۲۰ ډله چې د مهمو صنعتي او نوو صنعتي هیوادونو څخه جوړه شوې ده باید د یوې اقتصادي مجمع په توګه باقي پاتې شي او نباید په امنیتي سیاستونو کې ښکیل شي.
د یو شمیر هندي چارواکو په وینا چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي، چين په دې غونډه کې یو کمپاین ترسره کړی وو، څو د اوکراین د جګړې په هکله د نظر څرګندونه را کمه کړي. یو له دغو سرچینو څخه ویلي دي چې چین نه غوښتل په اوکراین کې جګړه وغندي.
اروپايي اتحاديې د روسيې پر ضد د تحریمونو پر لسمې بستې توافق وکړ
چین په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې چې یو کال یي پوره شوی دی هڅه کړې ده چې خپل د بې طرفۍ دریځ خوندي وساتي، خو په عین وخت کې یي له روسیې سره چې متحد یي ګڼل کیږي نږدې اړیکې لري.
د جمعې په ورځ پر اوکراین د روسیې د برید یو کال پوره کیدو پر ورځ چین د اوکراین د شخړې سیاسي حل لارې له پاره یو دولس ماده ایزه طرحه وړاندې کړه، چې د کیف لویدیځ متحدین ورته د شک په سترګه ګوري.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح