1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د جې ۷ ډلې اعلامیه: د ایران تخریبوونکي اقدامات غندو

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ شهریور ۲۲, شنبه

د جې ۷ ډلې د چټک غبرګون مکانیزم غړو په یوه اعلامیه کې د ایران «له هیواده بهر سرکوب» او نور «تخریبوونکي فعالیتونه» وغندل. دوی وویل چې له هغو اقداماتو سره به مقابله وکړي چې «د دوی ملي حاکمیت کمزوری» کوي.

په دې انځور کې جي۷ ډلې غړو هیوادونو بیرغونه لیدل کیږي
د چټک غبرګون مکانیزم وایې چې دغې ډلې د خپل کار د پیل راهیسې د بهرني مداخلې پر وړاندې فعالیت کړی دیانځور: Wolfgang Rattay/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په حواله د G7 ډلې هیوادونو د چټک غبرګون مکانیزم (RRM) غړو په یوه اعلامیه کې د ایران له خوا له دغه هیواد څخه بهر سرکوب او د ټولو تخریبوونکو فعالیتونو په غندلو سره ویلي دي چې له هغو اقدماتو سره به مقابله وکړي چې د دوی ملي حاکمیت کمزوری کوي.

په دغه اعلامیه کې چې د اصلی غړو کاناډا، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، متحده ایالات او اروپایي اتحادیې سربیره، د اړوند غړو استرالیا، هالنډ، نیوزیلنډ او سویډن له لورې لاسلیک شوې ده راغلي دي چې «د ایران استخباراتي ادارو په مخ پر ډیریدونکي ډول هڅه کړې ده چې له هیواده بهر خپل سیاسي مخالفین ووژني».

په اعلامه کې ویل شوي چې ایران له خپلې خاورې څخه دباندې سړي تښتونه کړې او خپل مخالفین یې زورولي او ربړولي دي او دغه چلند په ښکاره ډول د دغو هیوادونو ملي حاکمیت کمزوری کړی دی.

د G7 ډلې هیوادونو د چټک غبرګون مکانیزم (RRM) غړي زیاتوي چې د ایران حکومت هر ډول تخریبوونکي فعالیتونه ترسره کړي دي چې له دې ډلې کولی شو «د ژورنالستانو د شخصي معلوماتو ترلاسه کولو او د هغې افشا کولو له پاره عملیاتو» څخه یادونه وکړو.

په دې اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې ایران په ټولنو کې د بې اتفاقۍ او د یهودانو په ټولنه کې د ویرې پيدا کولو له پاره بریدونه پلان او عملي کړي دي: «د جي اووه ډلې د سیمه ایزې همغږۍ کمیټه له خپلو نړیوالو شریکانو سره چې اتباع او اوسیدونکي یې د ایران له خوا په نښه شوي دي، د پيوستون اعلان کوي.»

د چټک غبرګون مکانیزم (RRM) غړي زیاتوي چې دغې ډلې د خپل کار د پیل راهیسې د بهرني مداخلې پر وړاندې فعالیت کړی دی: «مونږ به د خپل حاکمیت ساتنې، د خپلو ټولنو خوندیتوب او د بهرنیو هیوادونو په مقابل کې له خپلو افرادو څخه، چې هڅه کوي هغوي زمونږ په سرحدونو کې دننه خاموشه کړي، وویروي، وزوروي، ورته زیان ورسوي او اطاعت کولو ته یې مجبوره کړي، دفاع ته دوام ورکړو.»

ایران پورې تړلو تخریبوونکو اقداماتو پر وړاندې اعتراض

د G7 ډلې هیوادونو د چټک غبرګون مکانیزم اعلامیه په داسې شرایطو کې خپریږي چې مخکې تر دې د سه شنبې په ورځ د استرالیا حکومت په یوه غیر منتظره خبر کې اعلان کړی و چې د ایران سفیر او درې نور چارواکي له کانبرا څخه اخراجوي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني آلبانیزي، د ایران حکومت په سیدني او ملبورن ښارونو کې د یهودانو ضد دوو بریدونو کې په لاس درلودلو تورن کړی و.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر له خپلو اتباعو او ایراني الاصله استرالیایانو غوښتي و چې ایران ته له سفر کولو څخه دې ډډه وکړي او د ایران رژیم یې د نه وړاندوېنې وړ او تاوتریخوالی کوونکی رژیم وباله.

تیر کال د بریتانیا د داخلي امنیت ادارې (MI5) اعلان کړی و چې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ راهیسې تر اوسه پورې د ایران له خوا لږ تر لږه ۲۰ طرحې د بریتانیایي اتباعو او یا هم په بریتانیا کې د میشتو کسانو د تښتونې او یا ترور له پاره چې ایران یې ځانته ګواښ ګڼي، پيژندل شوي دي.

د بریتانیې د پارلمان د اطلاعاتو او امنیت کمیټې په یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی دی چې ایران د بریتانیې له پاره څو بعدي او مخ پر زیاتیدونکی تهدید ګڼل کیږي.

د سویډن امنیتي سرویس هم په یوه اعلامیه کې ویلي و چې ایران په نورو اروپايي هیوادونو کې د تاوتریخوالي له ابزارو څخه استفاده کړې ده، تر څو د انتقادو کوونکو او د تهران د رژیم له پاره ګواښ ګڼل کیدونکي غږونه خاموشه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل