سرمشریزې په یوه ګډه اعلامیه کې د منځني ختیځ په سیمه کې د امنیت او ثبات له پاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې «اسرائیل د خپل دفاع حق لري.»
د ایران د اټومي پروګرام په اړه دریځ
د جي اووه غړو هیوادونو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي و «موږ دا خبره تائیدوو چې اسرائیل له خپل ځان څخه د دفاع حق لري. موږ په پرله پسې ډول پر دې دریځ ټینګار کړی دی چې ایران هیڅکله هم اټومي وسلې نه شي درلودلی»
ایران په پرله پسې ډول ادعا کړې ده چې اټومي پروګرام یې د ملکي مقاصدو له پاره دی او ډېر کارپوهان او د لوېدیځ استخباراتي ادارې هم له دې خبرې سره موافق دي چې ایران اوسمهال اټومي وسلې نه جوړوي.
ترمپ تر اوسه کوم هيوادونه «ناراضه» کړي؟
که مسائل داخلي وي او که نړيوال، په اړه يې د ولسمشر ترمپ چلند زيات وختونه پارونکي بلل کيږي. له همدې امله له هغه څخه نه يوازې د هغه چينايي او روسي سيالان، بلکه اروپايي متحدان او يو شمېر نور هم ناخوښ بريښي:
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm
د امريکا او پاکستان پيچلې اړيکې
دونالد ترامپ د روان ميلادي کال په پیل کې د خپل ټويټر له لارې پر پاکستان کلکه نيوکه وکړه. د دونالد ترمپ حکومت غواړي چې اسلام آباد په خپله خاوره کې د تروريستي ډلو د پټنځايونو پر وړاندې موثر ګامونه پورته کړي. ظاهره کې داسې ښکاري چې د نړيوال تروريزم پر وړاندې مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ واټن د ډيريدو په حال کې وي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
اقتصادي جنګ کې امريکا او چين یو بل ته مخامخ
امريکا په سپتمبر مياشت کې پر چين باندې له روسېې څخه د وسلو رانيولو په تړاو تازه بنديزونه ولګول. چين يې پر وړاندې خبرداری ورکړ چې يا بنديزونه لرې او يا دې امريکا د هغو عواقبو ته ځان تيار کړي. د چين او امريکا تر منځ دا لمړنی مخالفت نه دی. د دوی ترمنځ د سوداګرۍ جګړه هم روانه ده. دواړه د يو بل پر توليداتو د زياتو محصولاتو وضع کول غواړي.
انځور: picture-alliance/newscom/S. Shaver
اور سره لوبه
هاخوا روس ويلي دي چې «د اور سره لوبې کول کم عقلي ده، ولي چي خطر ورڅخه پېښېدلای سي.» روسيې دغه بیان د امريکا د بنديز تر اعلانيدو وروسته کړی دی. د امريکا او روسيې تر منځ اختلافات، د سوريې او اوکراين او همدا رنګه د امريکا د ولسمشرۍ په وروستيو انتخاباتو کې د لاسوهنو او په ځينو نورو مسائيلو کې هم شتون لري.
د اسرائيل او فلسطين تر منځ شخړه کې هم د ترمپ دريځ پارونکي غبرګونونه له ځانه سره لرلي. په دې تړاو مخالفتونو وروسته له هغې زور واخيست چې د ترمپ ادارې بيت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژاند. د ترامپ دغې پريکړېنړيوال غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي چې لا هم ادامه لري.
انځور: Imago/ZumaPress
په اتحاد کې فاصلې
د ترمپ په دوره کې د واشنګتن او اروپايي اتحاديې تر منځ هم روابط تر ډیره حده خراب شوي دي. دغه روابط که څه د سوداګرۍ په برخه، د ايران د بنديزونو او يا هم د بروکسل او واشنګتن تر منځ د نظر د اختلاف پر سر وي. د امريکا ولسمشر د مهاجرت بحران، بريګزيت، په اروپايي ټولنه کې د امنيت، اروپا کې د ښي اړخو پر ځواکمنيدو اود ځینو نورو مسائلو په سر پر اروپايي اتحاديې سختې نيوکې کړي دي.
د جي ۷ غونډه هم له مخالفت پرته نه وه
د روان کال په جون مياشت کې په کانادا کې د جې ۷ غونډه ترسره شوه. ترمپ د دغې ناستې په پاې کې پر ګډې اعلامېې له لاسليک کولو ډډه وکړه. د هغه پر دغه کار د اروپايي اتحاديې نژدې ټولو مشرانو نيوکه وکړه.
انځور: Reuters/Prime Minister's Office/A. Scotti
انځورونه1 | 6
په منځني ختیځ کې د کړکیچ د زیاتیدو په سبب ولسمشر ترمپتر وخت مخکې له سرمشریزې څخه بیرته ستون شو. دا په دې معنی چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي او د مکسیکو له ولسمشر کلاډیا شین بام سره له شخصي ملاقات څخه محروم پاتيږي، چې ټاکل شوې وه د سرمشریزې په وروستۍ (سه شنبه) ورځ به وشي.
له G7 څخه د روسیې ایستل غلط کار دی
د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر دونالد ترمپ، یو وار بیا دا خبره تکرار کړه چې د دې ډلې له خوا د روسیې ایستل یوه تیروتنه وه. تر ۲۰۱۴م کاله پورې روسیه د دې ډلې غړې وه چې جي اته ورته ویل کیدله، خو وروسته له دې چې روسیې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره یوځای کړ، روسیه له دې ډلې څخه و ایستل شوه.
ترمپ د کاناډا د پخواني لومړي وزیر جستن ترودو د حوالې په ورکولو سره وویل: «G7 یو وخت 8G وو. د بارک اوباما او ترودو په نوم کسانو د روسیې شاملول نه غوښتل او زه به دا ووایم چې دا یوه غلطي وه. ځکه زه فکر کوم چې که له تاسې سره روسیه وای، نو اوس به تاسې په جګړه کې نه وای او که ترمپ څلور کاله مخکې ولسمشر وای، نو اوس به جګړه نه وای.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «پوتین له ما سره خبرې کوي. هغه له بل چا سره خبرې نه کوي... هغه په دې خبره خوښ نه دی.»
د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې په G7 کې د چین په شاملولو به هیڅ اعتراض ونه کړي.