جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر
یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP
د لوړي کچي فشار
د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
انځورونه1 | 10
دوی د بشري مرستو د هر ډول سیاسي کولو او نظامي کولو عمل غندلی دی. په اعلامیه کې کې زیاته شوې ده: «مونږ په غزې تړانګه کې د نه زغمل کیدونکي بشري کړکیچ د کمولو له پاره د عاجلو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کوو، کوم چې د اسراییل د حکومت له خوا عملي کیږي او هغو ملکي خلکو ته چې په غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي، د بشري مرستو د رسیدو مخه نیسي»
د دوو میاشتو راهیسي اسراییل غزې تړانګې ته د هر ډول مرستندویه توکو د لیږد لارې بندې کړي دي. په ورته وخت کې دغو مشرانو له اروپایي کمیسیون څخه غوښتنه کړې ده چې د دایمي اوربند د ټینګښت له پاره دې دیپلوماتیکې هڅې ترسره او د دوو دولتونو حل لارې ته د اروپایي پارلمان پر ژمنتیا ټینګار وکړي.