1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل او حماس نن بیا پر يو بل توغندي توغولي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

اسوشتيد پریس خبري آژانس د اسرائيل له قوله ليکي چې هوايي ځواکونو يې د سه شنبې په ورځ په غزه کې ياغیان په نخښه کړي، يو شپږ پوړيز ساختمان يې هوار کړی او ياغیانو هم پر اسرائيل باندې په لسونو راکټونه فير کړي دي.

Israel I Raketenbeschuß
انځور: Ahmad Gharabli/AFP/Getty Images

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې د حماس جنګيالو ۶۵ هدفونه يې په څه باندې ۱۰۰ توغنديو باندې ويشتلي دي. زیاته شوې چې په دغو هدفونو کې يوه ودانۍ هم شامله ده چې د اسرائيل د پوځ په وینا د حماس ډلې د یو قوماندان له خوا د پوځي موخو له پاره کارول کیده. په دغو حملو کې د اسلامي پوهنتون اړوند يو ساختمان چې کتابخانه پکې وه هم نړېدلی دی.

د اسرائيل پوځ دغه راز وايي چې فلسطيني وسله والو هم ۹۰ توغندي توغولي چې له هغو څخه ۲۰ يې په غزه کې لوېدلي دي. اسرائيل زیاتوي چې د دوی د توغنديو دفاعي سیستم د ۹۰ سلنې توغندیو د شنډولو وړتیا لري.

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د غزې له جګړې څخه ليري په شمال لويديځ کې يې يوه ډرون (بې پيلوټه الوتکه) چې د «اسرائيل سرحد ته د رسيدو په حال کې وه» هم ويشتلې ده. پوځ دا نه دي ويلي چې دغه الوتکه له کوم ځایه الوتې وه، خو امکان لري چې هغه له سوريې څخه راغلي وي.

د اقصی مسجد او روانې جګړې

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ پر غزه خپلو حملو کې د ېوې شپږ پوړيزې ويدانۍ د ويشتلو خبره هم کړې دهانځور: Hatem Moussa/AP Photo/picture alliance

په غزه کې د اسرائيل پوځ او حماس جنګيالو تر منځ درنې جګړې د می میاشتې پر لسمه پيل شوې. دغه جګړې په اقصی مسجد کې د فلسطینانو او اسرائيلي ځواکونو تر منځ تر رامنځ ته شوو نښتو وروسته پیل شوې. حماس ډلې د فلسطینيانو پر ملاتړ پر اسرائيل باندې توغندي وار کړل چې له دې سره د اسرائيل هوايي ځواکونو په غزه کې سیمې په نخښه کړې.

د فرانسې خبري آژانس په غزه کې د روغتيا وزارت له قوله ليکي چې د اسرائيل په درنو بمباريو کې ۲۱۲ فلسطينیان وژل شوي دي. په وژل شوو کې ۶۱ ماشومان او ۳۶ ښځې دي او دغه راز تر ۱۴۰۰ ډير کسان ټپیان شوي هم دي.

په روانو جګړو کې په اسرائيل کې د يوه ۵ کلن ماشوم او يوه سرتيري په ګدون لس کسان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه کسان په هغو توغنديو وژل شوي چې د غزې له ملکي سیمو څخه د اسرائيل پر لور توغول شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايی چې په وروستيو جګړو کې د ۲۱۲ فلسطینيان وژل شوي ديانځور: Mohammed Salem/REUTERS

د ترکيې تند غبرګون

د غزې او اسرائيل تر منځ جګړو په تړاو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان سخت غبرګون ښودلی دی. هغه د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر جو بایدن باندې مخامخ شديدې لفظي حملې کړي دي.

د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان د اسرائيل پر حملو او د امريکا د ولسمشر جو بايدن له خوا د اسرائيل د ملاتړ پر موضوعاتو سختې نيوکې کړي دي. اردوغان بايدن ته په خطاب کې ويلي دي: «تاسي په خپلو خونړیو لاسونو سره له بده مرغه تاريخ جوړوئ. دا تاسي ياست چي موږ مو دې خبري ته مجبوره کړو.«

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې په جنورۍ میاشتې کې سپينې ماڼۍ ته د جو بایدن تر راتلو وروسته، دا هغه ته د اردوغان تر ټولو شدیده لفظي حمله ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان - آرشيفانځور: Aytac Unal/AA/picture alliance

اردوغان د تیرو څو مياشتو په جريان کې هڅې پيل کړي تر څو له واشنګتن سره په خپلو مناسباتو کې ښه والی رامنځ ته کړي او تر يوه کال شدیدو اختلافاتو وروسته د نورو لويديځي متحدانو سره هم اړيکې برقراره کړي.

خو هغه پرون په خپله دغه قهرجنه وینا کې چې د يوه ملي تلويزيون له لارې خپریده، پر بایدن باندې مستقیمه حمله وکړه.

د هغه اشاره د نوو وسلو د انتقال په اړه د امريکايي رسنيو هغو رپوټونو ته وه چې د بایدن ادارې سره يې تړون شوی دی.

د رپوټونو پر اساس د امریکا ولسمشر جو بایدن د وضعيت په تړاو، د اسرائيل له صدارعظم بنیامين نتنياهو سره پر ټيلفون خبرې کړي دي. زياته شوې چې بايدن په دغو خبرو کې له اوربند څخه ملاتړ ښکاره کړی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

یو انځوريز البوم هم کتلئ شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل