جو بایډن حماس د یوه ترهګریز سازمان په توګه ارزولی دی. ورته مهال د امریکا ولسمشر ویلي دي چې هغه به سره له دې هم د غزې د بیا رغونې کوښښ وکړي.
بایډن ویلي دي چې امریکا د غزې د بیارغونې له پاره «د پام وړ مالي مرستې» پيش بیني کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی دی چې د دغو مالي مرستو ورکړه به د فلسطین له خپلواکمنۍ ادارې سره په هم غږۍ کې ترسره شي او امریکا به اجازه ور نه کړي چې دغه پيسې د حماس پر وسلو د سمبالولو له پاره ولګول شي.
د یادونې وړ ده چې د اسرائیل او حماس ترمنځ نوې نښتې د دوشنبې په ورځ (د می میاشتې په ۱۰ نیټه) پیل شوې وې او وروسته له ۱۱ ورځو څخه د مصر په منځګړیتوب پر یوه اوربند توافق رامنځته شو.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن
په دې اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د حماس او اسلامي جهاد توغنديز بریدونه او د اسرائیل جواب
د فلسطینیانو د کورونو د تخلیه کولو په اړه د اسرائيل محکمې د حکم پر وړاندي اعتراض او پر مظاهره کوونکو باندي د پولیسو یرغل. د اسرائيل او فلسطینيانو نیمه ملېشو ترمنځ په تیرو دوو کلونو کي تر ټولو شدیده نظامي جګړه.
انځور: AnAs Baba/AFP/Getty Images
په بیت المقدس کي مظاهرې
د بیت المقدس په ختیځ کي د شیخ جراح په سیمه کي د فلسطینیانو د کورونو د تخلیه کولو په اړه د اسرائيل د محکمې د حکم پر وړاندي مظاهرې په زورزیاتي واوښتې او د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ د اخ وډب سبب سوې، چی ډېر کسان پکښي زخمیان سول.
انځور: Mahmoud Illean/AP Photo/picture alliance
د غنمنو پر کروندو برید
د اسرائيل په جنوب کي د نیرعام د غنمنو په کرونده کي اورلګیدنه، په بیت المقدس کي د مظاهرو سره سم رامنځته سوه. د دغي اورلګیدني علت هغه په لاس جوړسوي بالونونه دي چي د غزې له تراډي څخه د اسرائيل خواته استول کیږي.
انځور: Amir Cohen/REUTERS
تر سرې کرښي تیریدل
د اسرائيل پر خاوره د لسو راکټونو تر فیرکیدو وروسته چي د فلسطین د اسلامي مقاومت نظامي څانګي یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، د اسرائيل صدراعظم وعده ورکړې چي له هغوی څخه به سخت غچ واخلي. بنیامین نتانیاهو، د حماس ډله پر بیت المقدس باندي د راکټي بریدونو په کولو سره تر سرې کرښي په اوښتلو تورنوي او ژمنه یې کړې چي د هغوی دغه اقدام ته به سخت او قاطع جواب ورکړي.
انځور: Claire Gounon/AFP
د ۱۳ پوړیزي ودانۍ بمبار
د اسرائيل پوځ د سې شنبې په ماښام په غزې تراډه کي د حنادي په نامه یوه ۱۳ پوړیزه ودانۍ له منځه یووړه. په دغه برج کي د حماس د رهبرۍ دفتر وو. څو ساعته وروسته اسرائيل د "الجوهره"، "السعده" او «الظفار» لوړ برجونه تربرید لاندي راوستل.
انځور: Mohamed Abed/AFP/Getty Images
د حماس جواب
حماس د یوې وینا په ترڅ کي اعلان وکړ چي د عزالدین قسام ګردانونو پر کورونو باندي د دښمن د بریدونو په جواب کي پر تل ابیب او د هغه پر شاوخوا د ۱۳۰ راکټونو په فیرولو سره تر ټولو لوی راکټي برید پیل کړی دی.
انځور: Jack Guez/AFP/Getty Images
اوسپنیزه ګُنبده
حماس اعلان کړی دی چي د ۵ دقیقو په ترڅ کي یې د اشکلون ښار او د اسرائيل په جنوب کي د اشدود بندر پر خوا ۱۳۷ توغندي فیر کړي دي. د دغو توغنديو ډیره برخه د اوسپنیزي ګنبدي په نامه سیستم له خوا دفع سوې خو نور تاوانونه يې رسولي دي. د رسنیو په حواله په اشکلون کي د ۶۰ او ۸۰ کلونو په عمر دوې ښځي وژل سوي او یو کس زخمي سوی هم دی.
انځور: Amir Cohen/REUTERS
د اشکلون نفتي تاسیسات
په اشکلون کي پر نفتي تاسیساتو باندي توغندی لګیدلی او د ښار پر آسمان تور لوګی لیدل کېد.
انځور: Ilan Rosenberg/REUTERS
پر حولون باندي توغنديز برید
د اسرائيل د پولیسو ویاند میکی روزنفلد د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي تل ابیب ته نژدې په حولون ښار کي هم پر یوه موټر باندي توغندی لګیدلی چي درې کسه يې زخمیان کړي دي.
انځور: Ahmad Gharibli/AFP/Getty Images
د غزې پر تراډه باندي د اسرائيل برید
د اسرائيل پوځي قوماندان آویو کوخاوی ویلي: «په غزې تراډه کي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي پر نږدې ۵۰۰ هدفونو باندي بریدونه سوي او د ترهګرو ډیر مشران پکښي وژل سوي دي.» هغه زیاتوي چي دغه بهیر به ادامه ولري.
عکس: پر خان یونس باندي بمباري.
انځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS
د قربانیانو د شمېر ډېرښت
په غزه کي د فلسطینیانو د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چي د اسرائيل په بمباریو کي ۳۵ کسان وژل سوي چي ۱۲ کوچنیان او درې ښځي هم پکښي شاملي دي او ۲۳۳ نور ټپيان سوي دي.
انځور: Mohamed Abed/AFP/Getty Images
په لود کي داخلي جګړه
د لود ښاروال د دغه ښار حالت له یوې داخلي جګړې سره مقایسه کړی. په اسرائيل کي میشت عربانو په یوه بې ساري اقدام سره رستورانتونه، موټرونه، کورونه، یو هوټل، د پولیسو مرکز او کنیسې سوځلي دي.
انځور: Heidi Levine/AP/dpa
په لود کي داخلي جګړه
اسرائيلي چارواکو په لود ښار کي د یوه اسرائیلي عرب تر وژل کیدو وروسته، اضطراري حالت اعلان کړی. دریو کنیسو، مذهبي مدرسو او ډیرو موټرانو ته اور اچول سوی دی. د لود ښار ۷۷ زره نفوس لري چي ۴۷ زره یې یهودان او ۲۳ زره یې اسرائیلي عرب دي.
انځور: Ahmad Gharabli/AFP/Getty Images
د اسلامي جهاد توغنديز برید
د "سرایا القدس" په نامه اسلامي جهاد سازمان پوځي څانګي د چهارشنبې په سهار د یوې وینا په ترڅ کي د يوه قوي برید خبر ورکړ او اعلان یې وکړ د اسرائيلو خواته یې ۱۰۰ توغندي فیر کړي دي.
انځور: AnAs Baba/AFP/Getty Images
پر تل ابیب باندي برید
پر اسرائيل باندي د حماس او اسلامی جهاد د بریدونو شدت تراوسه پوري بې ساری وو. دغو بريدونو په تل ابیب کي تاوانونه هم رسولي دي. په اسرائيل کي هرګړۍ د خطر الارم اوریدل کید. د بنگورویون نړیوال هوايي ډګر پروازونه په ټپه ودریدل او الوتکي د قبرس خواته وګرځول سوې.
انځور: Ahmad Gharabli/AFP/Getty Images
د اسرائيل جواب
پر غزې تراډه باندي د چهارشنبې په ورځ د اسرائيلي ځواکونو بریدونو ادامه درلوده. د داخلي امنیت ودانۍ او په غزې تراډه کي نور حکومتي مرکزونه تر بریدونو لاندي راغلل. د اسرائيل پوځ د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چي د حماس د اطلاعاتو دوه مسوولین په دغو بریدونو کي وژل سوي.