1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګورجستان کي ۱،۸ مليون کاله لرغونی انساني غاښ وموندل سو

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

کارپوهانو په ګورجستان کي ۱،۸ مليون کاله لرغونی غاښ موندلی دی. هغوی وايي چي په دې توګه ثابته سوې چي له افريقا وروسته په اروپا کي د انسانانو تر ټولو لرغوني کلي ول.

په گورجستان کي موندل سوی دغه غاښ ۱،۸ مليون کاله زوړ اټکل کيږي
په گورجستان کي موندل سوی دغه غاښ ۱،۸ مليون کاله زوړ اټکل کيږيانځور: David Chkhikvishvili/REUTERS

د ارکيالوژي او تاريخ مخکي څېړنو لپاره د ګورجستان ملي مرکز وايي چي د پلازمېني تبليسي څخه د تقريبا سل کلومترو په فاصله کي يې د سويل لوېديځ په استقامت کي د عروزماني په نوم کلي کي يو لرغونی غاښ موندلی دی.

له دغې سيمي څخه د تاريخ مخکي پېر کي استعمالېدونکي ابزار او د حيواناتو باقيات تر مخه لا موندل سوي ول. خو دا لومړی ځل دی چي د ولاړ انسان يا هومو ايريکټس نخښي هم پکښي موندل کيږي.

د عروزماني کلی د مانيسي ولسوالۍ سره مربوط دی چيري چي په ۱۹۹۰ لسيزي په وروستي کالونو کي او بيا د ۲۰۰۰ لسيزي په آوايلو کي ۱،۸ مليون کاله پخوانۍ د انسانانو کوپړۍ موندل سوي وې.په انساني تاريخ کي د ګورجستان مقام
 

په گورجستان کي د لرغونپوهانو کيدني ادامه لريانځور: David Chkhikvishvili/REUTERS

د لرغونپوهانو په وينا له دمانيسي څخه په تقريبا ۲۰ کلومترۍ کي د موندل سوي انساني غاښ په دې هکله يو بل ثبوت وړاندي کوي چي د سويلي قفقاز غرنۍ سيمه په ممکنه توګه له هغو لومړيو ځايونو څخه ده چي پکښي انسانان له افريقا څخه د هجرت وروسته آباد سوي ول.
 

د ګورجستان ياد ملي څېړنيز مرکز يوه اعلاميه خپره کړېده چي پکښي راغلي دي: «د عروزماني او دمانيسي سيمي داسي نخښي وړاندي کوي چي له افريقا څخه دباندي دلته د انسان يا ابتدايي هومو تر ټولو لرغوني کلي موجود ول.»
په بادغیس کي د لرغونو آثارو د قاچاق اندیښني

د کيندونکي ډلې مشر جيورګي بيډزيناشويلي و ژورنالستانو ته وويل اټکل کوي چي موندل سوی غاښ به د زيزوا او ميزيا د «تربور» غاښ وي. ياد نومونه هغو کسانو ته ورکول سوي چي کوپړۍ يې په دغه سيمه کي موندل سوي او ۱،۸ مليون کاله لرغوني بلل سوي دي.
 

بريتانوی محصل جيک پرټ چا چي په عروزماني کي دغه غاښ وموند ويلي دي:«دغه موندنه به نه يوازي پر دغه سيمه او ګورجستان بلکه د زوړ انسان پر تاريخ به هم اثر ولري.» هغه زياته کړېده: «په دې سره به په انساني تاريخ کي د ګورجستان مقام لا هم زيات پياوړی سي.»
په مراکش کې د نړۍ تر ټولو لرغوني زیورات موندل شوي

په نړۍ کي تر اوسه تر ټولو لرغوني نخښي چي د هومو په هکله موندل سوي دي، هغه ۲،۸ مليون کاله زړې دي. دغه د زامي يوه برخه وه چي په نوي عصر کي د ايتوپيا په هيواد کي وموندل سوه.
 

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب