1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان باید د خپلو ځایي کارمندانو د انتقال مصارف ورکړي»

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

د آلمان د نیدر ساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر غوښتنه کړې ده چې آلمان باید دغه هیواد ته په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د پخوانیو سیمه ایزو کارمندانو د را وستلو مصارف په غاړه واخلي.

Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان د نیدر ساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر بوریس پستوریوس، د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «له افغانستان څخه د آلماني پوځ او پولیسو تر وتلو وروسته مونږ باید په مناسب ډول د هغو کسانو غم وخورو، کوم چې په سیمه کې یې زمونږ د مرستې ماموریت ملاتړ کړی دی، ځکه همدا اوس دوی د طالبانو د تعقیب په دایره کې قرار لري.»

هغه زیاته کړه چې دا به : «د هغو خدماتو چې دوی وړاندې کړي دي د درنښت او مننې یوه کوچنۍ نښه وي چې یو د کنترول وړ شمیر کسانو او د دوی د کورنیو د پرواز مصارف دوی ته ورکړل شي.» پسترویوس مخکې تر دې هم د سیمه ایزو کارمندانو د بهتره ملاتړ له پاره غږ پورته کړې و.

د آلماني پوځ د اتحادیي مشر اندریا ووستنر، یادې ورځپاڼې ته ویلي دي : «د آلماني پوځ عسکر دا یو نا سم کار بولي چې هغه شمیر افغانان چې د دوی له پاره لکه د دوستانو او ملګرو په شان ول اوس د طالبانو غچ اخیستنې ته پریښوول شوي دي.»

د آلمان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د وتلو په ارتباط تر اوسه پورې د آلماني پوځ څو سوه تنه سیمه ایز کارمندان آلمان ته را رسیدلي دي. په دې وروستیو کې د آلمان د حکومت ویاند سټیفن زایبرت وویل: «مونږ به له هغو سره مرسته وکړو، او مرسته مو کړې هم ده، کوم چې له مونږ سره یې کومک کړی دی. موږ د دغو انسانانو پر وړاندې خپل مسئولیت پيژنو.»

نوموړي زیاته کړه چې د دغو مرستو جزئیات نه شي عام کولی خو په خبره یې په ډاډ سره ویلی شو چې په دې برخه کې ډير کار روان دی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح