د شپيګل المانۍ ورځپاڼې د شنبې (د اکتوبر میاشتې ۸ نیټه) په ماښام د المان په پارلمان کې د چپیانو د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې د المان د حکومت په استناد رپوټ ورکړی دی: د کله راهیسې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي د الماني پوځ ۳۲ تنه سیمه ایز همکاران، له ځانګړي خطر سره مخامخ کسان او د دوی د کورنۍ غړو په داسې حال کې چې دوی د آلمان له خوا منل کیدو ته منتظره ول، د بیلا بیلو لاملونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د المان حکومت په ځواب کې د دغو افغانانو د مړينې د سبب یا عواملو په هکله تفصیل وړاندې شوی دی. په دې اساس ۱۵ تنه له دوی څخه په خپل طبيعي مرګ یا کومې حادثې کې مړه شوي او ۹ تنه یي په تاوتریخوالي سره وژل شوي دي.
یو سیمه ایز همکار پر یوه جومات کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې په برید کې وژل شوی او د یوه بل کس چې له ځانګړي خطر سره مخامخ دی د کورنۍ غړی د پاسپورت دفتر مخکې ته په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اړوند: المان او پاکستان: لا هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو هڅې روانې دي
د یوه سمیه ایز همکار یو تن خپلوان له دې امله وژل شوی، ځکه یو وخت یې په افغان وسله والو ځواکونو پورې تعلق درلود. د ۷ تنو د مړينې سبب یا دلیل واضح نه دی. یوه تن له سیمه ایزو همکارانو څخه خپل ځان پخپله وژلی دی.
د المان حکومت په خبره د دغو مواردو له جملې څخه د هیڅ کوم تن مړينه د هغې له دندې سره کوم ارتباط نه دی درلودلی.
څه باندې یو کال مخکې وروسته له دې چې نړیوال ځواکونه په بیړه له افغانستان څخه ووتل، سخت دریځه اسلامپاله طالبانو یو وار بیا په دغه هیواد کې قدرت په خپل لاس کې نيولی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص
له کابل هوایي ډګر څخه د ائتلافي ځواکونو د همکارانو عکسونه
د ائتلاف ځواکونه د امريکا په رهبرۍ له افغانسنتان څخه د خپلو ځواکونو او سیمه ایزو همکارانو د چټک ويستلو هڅې کوي. د کابل له هوایي ډګر څخه د هغوی د اتباعو او سیمه ايزو همکارانو ليږدول په دی انځوريز راپور کې:
انځور: Francois Mori/AP Photo/picture alliance د آلمان پوځ د سه شنبې په ورځ د «ژغورلو» عملیات په نامه د آلماني اتباعو، د دوي له سمیه ايزو افغان همکارنو ليږدول پيل کړل. له دوي څخه يې يوه ډله د ازبکستان پلازمنينې تاشکند ته رسولي دي.
انځور: Marc Tessensohn/AP/picture alliance د آلمان دولت د يوې لوفت هانزا الوتکې په کرايه کولو سره دغه ژغورل شوي ډله چې ۱۳۰ کسان دي له تاشکند څخه د فرانکفورت هواي ډګر ته وليږدول. (عکس: تاشکند ته د رسیدلو پر مهال)
انځور: Marc Tessensohn/AP/picture alliance د جرمنیانو او افغانانو لومړني ډله وتوانيدل چې له افغانستان څخه ووځي. دوي د طالبانو له خوا د کابل ترنيولو وروسته د برلین په کوښښونو او زیار سره د چهارشنبې په ورځ د (اګست ۱۷) فرانکفورت هوایي ډګر کې الوتکه پر زمکه کښيناسته.
انځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS
له دولتی الوتکي څخه د يو فرانسوي سرتیري عکس کې ښکاري چې له کابل څخه د شارل دوګل هوایي میدان ته رسیدلی دی. فرانسي له کابل څخه تر اضطراري وتلو وروسته خپل اتباع او سیمه ايز همکاران لومړی د ابوظبی نظامي هواي ډګر ته ولیږدول او له هغي ځاي څخه فرانسي ته.
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance
په دویم عکس کي د چک جمهوریت الوتکه ښکاري چې ۸۷ اتباع او د هغوي سیمه ايز همکارانو ځانونه د کابل له هوایي ډګر څخه پراګ ته رسولي دي.
انځور: Vit Simanek/CTK/AP Photo/picture alliance د استرالیا د پوځ هرکولس سی ۱۳۰ لمبر الوتکه کې د خپلو اتباعو او د هغوي همکارانو لومړني ډله له افغانستان څخه بهر او د دغه هېواد یوې پوځې آډي ته وليږدوله.
انځور: AUSTRALIAN DEFENCE FORCE/AAP/dpa/picture allianceپه عکس کي يوه هندي پوځي الوتکه ښودل کيږې چې پر افغانستان باندي د طالبانو له تسلط وروسته د کابل له هوای ډګر څخه خپل اتباع ليږدوي.
انځور: AFP/Getty Imagesد ۲۲ زره کسانو د اخراج په اړه د امريکا بحثونه دوام لري. د امريکا دولت اعلان کړي دې چې د کابل په هوایي میدان کې يې د ځای پر ځای شویو سربازارنو شمير له څلورو څخه شپږ زره ته پورته کوي او په ساعت کی يو ځل الوتنه. په ورځ کې له پنځه زره څخه تر ۹ زره کسانو پورې له افغانستان څخه اخراجوي.
انځور: AP Photo/picture alliance د کابل هوایي ډګر دا دی د امريکایي سربازانو په واک کې دې. د پنتاګون وياند ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کي نظامي قوماندانان له طالبانو سره په مسقتیمه اړیکه کې دي، تر څو د نظم او د تاو تريخوالي څارنه وکړي.
انځور: Shekib Rahmani/AP/picture allianceد سپيڼې مانۍ امنيتي مشاور جيک سوليون مخکی ويلي وه، چې طالبانو له واشنګتن سره توافق کړي، چې هوایي ډګر ته د ملکي کسانو مخنيوی به نه کوی او له افغانستان څخه د وتلو شرايط ورته برابروي.
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance طالبان د هوایي ډګر کنترول په لاس کي لری.عینی شاهدانو ویلي چې دهغوی جنګیالی په تم ځای کې هوایي ډګر ته د خلکو د ننوتلو مخه نیسي او له هغوی سره له تاو تريخوالي کار اخلی.
انځور: Kyodo/picture allianceد امريکا او لويديځو متحدو هېوادونو کوښښونه یې د افغانستان څخه د بهرنیانو او د دوی د همکارانو د وتلو پخاطر په داسی حال کي دوام لري، چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړی ده. دوی ويلي چې د دولت ټول کارکونکي هغه که ښځې او نارينه دی پرته له ډار او ويرې څخه خپلو کارونو ته دې راوګرزي او خپلې ورځنۍ چاري دې پرمخ بوځې.
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance