1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ په افغانستان کي روزنیز ماموریت پای ته ورساوه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۰, جمعه

د آلمان پوځ په افغانستان کي د جمعې په ورځ خپل روزنیز او مشورتي ماموریت پای ته ورساوه. هغوی تر تقریباً ۲۰ کاله ماموریت وروسته اوس له افغانستان څخه وتلو ته تیاری نیسي.

Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي په افغانستان کي یې د زده کړو او مشورې ماموریت پای ته رسیدلی دی.

د امریکا ولسمشر د اپریل مياشتي په نیمايي کي اعلان وکړ چي د سپتمبر تر یوولسمي نېټې پوري به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

لکه څنګه چي د افغانستان په ماموریت کي د ناټو سرتیري د امریکا په پوځي امکاناتو پوري تړلي دي، د بایدن دغه پریکړه د ناټو تړون د غړو هیوادونو له پاره هم د ماموریت د پای ته رسیدو په معنی ده.

په وروستیو کي افغانستان کي شاوخوا ۱۰ زره بهرني سرتیري ځای پرځای ول. آلمان د څه ناڅه ۱۱۰۰ سرتیرو په لرلو سره تر امریکا متحده ایالاتو وروسته په افغانستان کي تر ټولو ډېر سرتيري لري.

په افغانستان کي د آلمان د پوځ د دوو لسیزو ماموریت په ترڅ کي په مجموعي ډول څه د پاسه ۱۰۰ زره سرتیرو په نوبت سره ماموریتونه ترسره کړي او ځیني یې څو ځله دغه ماموریت ته تللي دي. ۵۹ آلماني سرتیرو بیا په دغه هیواد کي خپل ژوند له لاسه ورکړی چي ۳۵ تنه یې په نښتو او بریدونو کي له منځه تللي دي.

په دې ډول له دوهمي نړیوالي جګړې راهیسي د آلمان د پوځي عملیاتو تر ټولو خونړی ماموریت پای ته رسیږي.

د آلمان پوځ به په راتلونکو میاشتو کي خپل نظامي تجهیزات لکه نقلیه وسیلې، هلیکوپترونه، وسلې او مهمات د هوا له لاري آلمان ته انتقال کړي.

PG/NZ/AG