آلمان: د پناه غوښتنې درخواستونه ډیر خو د کډوالو راتګ کم شوی
۱۴۰۵ مهر ۱۱, شنبه
د آلمان د کډوالو او مهاجرت فدرالي ادارې یا بامف تیره میاشت د کډوالو له لوري د لومړي ځل له پاره درخواستونو په توګه ۵۲۷۶ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د آلمان خبري آژآنس ته ویلي، چې دا شمیر د تیر کال د سپټمبر په پرتله ۴۰ سلنه او د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په پرتله ۷۰ سلنه کمښت ښيي.
په عین وخت کې د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي چې: «د پناه غوښتنې د شمیرو چټک کمښت ښيي چې زموږ اقدامات په ملي او اروپايي کچه اغیزمن دي.»
د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ وايي اروپايي ټولنه د پناه غوښتنې د سیستم د اصلاح له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. په دې هڅو کې د بحران پر مهال د غبرګون داسې میکانیزم هم شامل دی چې موخه یې د کډوالو د پراخه راتګ پر وړاندې د اروپايي ټولنې له بهرنیو پولو څخه ساتنه ده. په دې اقداماتو کې د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې «فرونټکس» د چټک غبرګون ځواک او پر پولو د چټکو پروسیجرونو او چارو د چټکولو اقداماتو عملي کول هم شامل دي.
د روان میلادي کال په مې میاشت کې د لومړي ځل د پناه غوښتنې له شاوخوا ۵۵۵۰ غوښتنلیکونو وروسته، دا شمیر نور هم کم شوی او په جولای او اګست کې له ۴۰۰۰ څخه کم غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د هغو کسانو له لوري د بیاځلي غوښتنلیکونو زیاتوالی، چې له وړاندې په جرمني کې اوسېږي، د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له یوې پریکړې سره تړاو لري. یادې محکمې پریکړه کړې وه چې د افغانستان ښځې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یو ځل بیا د اسلامپالو طالبانو تر واک لاندې دی، په عمومي ډول د خوندیتوب حق لري.