آلمان: د کورني الحاق پروګرام په عملي کېدو کې شدید کموالی
۱۴۰۴ دی ۱۳, شنبه
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د جنوري ۳مه) وویل له کله نه چې حکومت د مهاجرو د کورني الحاق پروګرام ځنډولی، د آلمان د مهاجرت ادارې چارواکو له خوا په ډېر ندرت دا ډول قضیو ته رسیدګي شوې ده.
د مهاجرت په نړېواله اداره (آی او ام) کې په آلمان کې د کورني الحاق له پاره ۲۵۸۶ قضیې ثبت دي، خو له دې ډلې یوازې دوو کېسونو ته ویزې ورکړل شوي دي. حکومت دغه معلومات د پارلمان غړې کلارا بوينګر د پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي. بوینګر له کيڼ اړخي ګوند څخه ده چې دا وخت د آلمان په سیاست کې د یو سخت دریځه اپوزیسیون په موقف کې دی.
آلمان د ۲۰۲۵م کال د جولای په ورستیو کې د محدود محافظتي وضعیت لرونکو مهاجرو له پاره د کورني الحاق پروګرام د دوو کلونو له پاره د تعلیق په حال کې راوست. د محدود محافظتي وضعیت چې ورته «فرعي» محافظتي وضعیت هم ویل کيږي هغه کټګوري ده چې ډېر شمېر سوریايي مهاجر هم پکې شامل دي.
اوس یوازې د کورني نژدې غړي کولی شي د «خاصو اړتیاو» کېسونو پر اساس د الحاق په پروګرام کې داخل شي.
د فرعي محافظت حق هغو مهاجرو ته ورکول کیږي چې نشي کولای ثابته کړي چې هغوی په خپل مبدا هېواد کې په انفرادي توګه تر ګواښ لاندې دي، خو د تاوتریخوالي له عمومي کچې په بېره کې وي.
د کورني الحاق پروګرام یوازې په همدغه کټګورۍ کې د شاملو مهاجرو له پاره ځنډول شوی دی نه د هغو له پاره چې پناه يې قبوله شوې وي او یا د ژنیف د مهاجرت تر کنوانیسون لاندې دي.
د صدراعظم فریدریش مېرڅ په مشرۍ د آلمان ائتلافي حکومت چې تېرکال د می میاشتې په سر کې واک ته ورسید ژمن دی چې آلمان د داخلېدونکو مهاجرو شمېر به محدودوي.