1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوه میاشت کې۶۹۰۰ کسان په غیرقانوني توګه آلمان ته داخل شوي

۱۴۰۳ آبان ۲, چهارشنبه

د آلمان فدرالي پولیسو رپوټ ورکړی چې په سپتمبر میاشت کې ۶۹۲۱ کسان په غیرقانوني توګه د آلمان له سرحدونو دغه هېواد ته داخل شوي دي. دغه شمیرې د تېرکال همدې مودې په پرتله یو څه لږوالی ښيي.

دوه آلماني پولیس بلجیم سره پر سرحد د دندې پرمهال
د آلمان فدرالي پولیسو رپوټ ورکړی چې یوازې د ۲۰۲۴م کال په سپتمبر میاشت کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان په غیرقانوني توګه آلمان ته داخل شويانځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/IMAGO

رپوټ وايي چې له مارچ مياشتې راوروسته آلمان ته د ۷۰۰۰ او ۷۸۰۰ تر منځ غیرقانوني داخلیدنې شوي چې د جنوري او فبروري میاشتو په پرتله ډېرې دي. د روان میلادي کال په جنوري که دغه ارقام ۶۹۰۶ او په فبروري کې ۵۹۹۸ ښودل شوي دي.

آلمان ته د غیرقانوني داخلیدو د مخنيوي هڅو په لړ کې د سپتمبر له ۱۶مې راهیسې د آلمان په سرحدونو کې کنټرول شديد شوی دی.

پولیسو رپوټ ورکړی چې د روان کال په لومړيو دریو میاشتو کې ۶۴۲۹۲ کسان چې زیاتره یې کډوال دي، له قانوني اسنادو پرته د آلمان له سرحدونو دغه هېواد ته داخل شوي چې دا د تېرکال په پرتله ډېر کموالی ښيي. د تېرکال په همدې کې دغه شمېر ۹۲۱۲۸ وو.

آلمان ته په غیرقانوني توګه داخلېدونکي افراد بېرته خپلو هېوادونو ته استول کيږي، خو که چېرته هغوی د پناه غوښتنه وکړي، په هغه صورت کې د مهاجرو کمپ ته استول کيږي او د پناهندګۍ پروسه ېې پيلیږي.

آلمان په اوس وخت کې د غیر قانوني سفرونو د مخنيوي په موخه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله کنټرول په مختلفو ډولونو کلک کړي دي.

آلمان له دنمارک، بلجیم، هالند او لوکسازمبورک سره پر خپلو ځمکنیو سرحدونو د کنټرول هڅې پراخې کړي دي. د پولند، د چک جمهوریت، اتریش او سویس سره پر سرحدونو وخت ناوخت نظارت کیږي، خو فرانسې سره پر سرحد کنټرول، د اولمپيک سیالیو سره په تړاو، له مخکې سخت کړل شوی وو.

ټاکل شوې چې د اوس له پاره به پر سرحدونو نیول شوي اقدامات تر شپږو میاشتو له پاره په همدې حال پاته وي.

(dpa)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب