1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په جرمني کي په زرونو کسان په يوه ورځ په کرونا اخته سوي

۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبه

د کرونا ویروس په جرمني کي په چټکۍ سره پراخ سوی. داسي چي په کرونا د نوو اخته سوو کسانو تعداد په تیرو ۲۴ ساعتو کي۴۰۵۸ تنو ته لوړ سو. دا د همدې کال له اپریل میاشتي راهیسي په کرونا د اخته کیدو تر ټولو لوړ ورځني ارقام دي.

Deutschland Coronavirus PK Lothar Wiehler und Jens Spahn
انځور: Tobias Schwarz/Reuters

 د رابرت کوخ انستیتوت د راپور پر اساس په تیرو ۲۴ ساعتو کي ۴۰۵۸ کسان په کرونا اخته سوي دي. دا تر تیري چهارشنبې ۱۲۳۰ تنه اضافه دي. په دغه ورځ ۲۸۲۸ تنه نوي په کرونا اخته سوي ول چي له اپریل میاشتي راهیسي یې سابقه نه درلوده.

د رابرت کوخ انستیتوت د معلوماتو پراساس د کرونا ویروس د شیوع راهیسي تر اوسه پوري په جرمني کي په کرونا د اخته کیدو ۳۱۰۱۴۴ پيښي ثبت سوي دي. هغه کسان چي له کرونا څخه مړه سوي دي، تعداد یې ۹۵۷۸ تنو ته رسیدلی دی. د دغه انستیتوت په حواله تقریباً ۲۶۹۶۰۰۰ تنه د هغه څخه بیرته جوړ سوي هم دي.

د جرمني د عامي روغتيا وزیر یینس شفان د کرونا پانډمۍ تازه انکشافاتو ته په کتو سره له خلګو څخه د احتیاط غوښتنه کړې ده. هغه په برلین کي وویل چي تازه ارقام ډیر د تشویش وړدي. په خبره یې اوس تر ټولو ډیر ځوانان په کرونا اخته کیږي. ځوانانو فکر کاوه چی دوی په کرونا چنداني نه اخته کیږي،«خو دا خبره صحیح نه ده».

شفان همدارنګه وویل چي د کرونا ویروس یو عادي ویروس نه دی او دا یوه جدي مریضي ده. په جرمني کي نسبت نورو ډیرو هیوادو ته لږ کسان په کرونا اخته سوي او یا مړه سوي دي.

په داخل کي هم سفرونه سختیږي

د کرونا لوړو تازه ارقامو ته په کتو سره د جرمني اکثریت ایالتونو نن چهارشنبه فیصله وکړه، چي د جرمني په داخل کي له کرونا سره مخامخ سيمو څخه مسافرین یوازي هغه وخت ورتلای سي، چي د کرونا ټیست یې منفي وي او تر ۴۸ ساعتو زوړ نه وي.

دغه قیودات خصوصآ د هغو مناطقو له پاره اعتبار لري چي په ۱۰۰۰۰۰ تنو کي د ورځي تر۵۰ تنو نوي په کرونا اخته کیدونکي کسان و نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب