د افغانستان پر دغه وګړي چې نوم يې «انعام الله ا.» یاد شوی دی، دا تور دی چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې يې يو آلمانی سړی او يو دوه کلن ماشوم چې مراکش الاصله و، په چاړه ووهل. دا هغه وخت کله چې د تورونو له مخې دغه کس د وړکتون پر ماشومانو بريد وکړ. دا هم ولوئ: آلمان؛ پولیسو يو شکمن د چړې بریدګر په ډزو مړ کړ
د څارنوالانو په وينا، تورن چې هغه وخت ۲۸ کلن و، د «پارانويد شېزوفرينيا» په ناروغۍ اخته و او د خپلو کړنو ناسم والی يې نه شو درکولی. د اورېدنې دا بهير د عادي جزايي محکمې په څېر نه دی، بلکې يوه ځانګړې قانوني کړنلاره ده، ځکه تورن د رواني ناروغۍ له امله جزايي مسؤل نه بلل کېږي. پر ځای د بند د سزا، محکمه به پرېکړه وکړي چې ايا نوموړی د رواني درملنې په مرکز کې وساتل شي که نه.
د تاوتریخوالې لړۍ
دغه بريد چې په کې يو بل ماشوم، يوه ښوونکې او يو لاروی هم ټپيان شوي وو، د فبرورۍ په مياشت د فدرالي ټاکنو څخه يوه مياشت مخکې وشو. د دې پېښې وروسته اوسنی صدراعظم فريدريش مېرڅ د کډوالۍ سخت قوانين او د پولو د کنټرول سختولو تګلارې اعلان کړې.
دا پېښه د تاوتريخوالو له هغې لړۍ څخه يوه وه چې په آلمان کې يې د کډوالۍ په اړه اندېښنې زياتې کړې او د آلمان لپاره بدیل ښي اړخي ګوند (AfD) ملاتړ يې په ولس کې تر پخوا زيات کړ، کوم چې د مېرڅ له محافظهکارانو سره په عامه نظرپوښتنو کې د مخکښ ځای لپاره سيال ګوند دی.
د آلمان کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت اعلان کړی چې پلان لري ناقانونه کډوال بېرته افغانستان او نورو هېوادونو ته واستوي. دا هغه پرېکړه وه چې د تېر حکومت له خوا هغه محدوديتونه يې بېرته ليرې کړل چې و بعضو هيوادونو ته پر اخراج لګول شوي وو.
په يادو قتلونو تورن شوي کس د پناه غوښتنه رده شوې وه، او که څه چې نوموړي تېر دسمبر ويلي وو چې له آلمان به په خپله خوښه ووځي، خو بيا هم پاتې شو او تر درملنې لاندې وساتل شو.
په اوس وخت کې د چاقو او هغو ماشومانو چې اضافي وزن لري شمیر د ۴۰ کاله مخکې په پرتله ۱۰ برابره زیات شوی دی. د دې کار علت او ورسره د مقابلې لاره یې څه ده؟
انځور: picture-alliance/dpa
په ځانګړي توګه په آسیا او افریقا کې پر چاقۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ په هغو هیوادونو کې چې وګړي یي کم یا متوسط عاید درلودونکي دي د چاقو ماشونو شمیر په کې په شدت سره مخ پر ډیریدو دی. د دغو ماشومانو ۴۸ سلنه په آسیا او ۲۵ سلنه نور یي په افریقایي هیوادونو کې ژوند کوي.
انځور: picture alliance/dpa
په کوم وخت کې ویلی شو یو ماشوم اضافه وزن لري؟
د بدن د چاقوالي له شاخص څخه په اسفتادې سره کېدای شي د اضافه وزن تشخيص وشي. د دې شاخص د فرمول له مخې د سړي وزن (په کيلوګرام کې) د ونې يا قد د اندازې (ونه په متر کې اندازه کيږي) د دوو په توان تقسيميږي.
انځور: picture alliance/dpa/R. Hirschberger
د چاقۍ علت: نامناسبه خواړه
د علمي څیړنو له مخې په هغو ماشومانو کې چې د پوډري شیدو پر ځای د مور له شیدو څخه استفاده کوي ډیر کم پيښیږي چې تر اندازې زیات وزن واخلي. همدارنګه هغه ماشومان چې له چټک تیاریدونکو خوړو لکه برګر، پيتزا، شکلاد يا چاکلېټ او کوکوکولا په څیر غذایي رژیم لري، د وزن ډیریدو چانس یي لوړ دی.
انځور: AP/S. Aivazov
د رواني فشار له امله د وزن ډیریدل
له ماشومانو سره ناوړه چلن، په ښوونځي تر اندازې زیاته توقع او کورنۍ شخړې هم د دې سبب کیږي چې ماشوم له دغو ستونزو څخه د خپل فکر بدلونو له پاره ځان په خوړو مصروفي او په نتیجه کې یي وزن زیاتیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz
د وزن پر ډیریدو د کم خوبۍ اغیزې
هغه ماشومان چې بدخوابه دي یا کم خوب کوي د چاقیدو چانس یي ډیر دی. هغه چې د شپې کافي خوب نه لري، د ستړتیا احساس کوي، ډیره ډوډۍ خوري او لږ حرکت کوي، چې په نتیجه کې یي وزن زیاتیږي. ماشومان د ښوونځي په عمر کې باید له ۹ څخه تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب وکړي.
د ساعتونو له پاره د کمپیوټر یا تلویزون مخې ته کښیناستل او د فزیکي حرکتونو او ورزش نه کول په ماشومانو کې هم د وزن د ډیریدو سبب کیږي. یو ماشوم چې د ۵ او ۱۷ کالونو ترمنځ عمر لري، باید لږ تر لږه په ورځ کې یو ساعت ورزشي تمرینونه وکړي.
انځور: picture alliance/dpa
پر روغتیا د چاغوالي اغیزې
په ماشوموالي کې د وزن زیاتوالی د دې سبب کیږي چې په لویوالي کې د شکرې، زړه او سرطان په ناورغۍ د اخته کیدو چانس لوړ کړي. سربیره پر دې اضافي وزن پر مفاصلو فشار زیاتوي او د هغو د سولیدو او ورستیدو سبب کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/ChinaFotoPress
تر اندازې ډیر چاقوالی: د راتلونکي له پاره یوه نړیواله معضله ده
د روغتیایي چارو د څیړونکو د یوې نوې ارزونې له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې په نړیواله کچه د کم وزن درلودونکو ماشومانو په پرتله د آضافه وزن درلودونکو ماشومانو شمیر زیات شي. که له یوې خوا په نړیواله کچه د لوږې د ګراف د ټيټیدو په اړه خبر خوشحالونکی دی، له بلې خوا ځینې نور مسایل دي چې شاید په سمه توګه پر مخ لاړ نه شي.