1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمانی ډاکټر د کرونا ناروغانو د وژنې په تور ونيول شو

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

په يوه آلماني ډاکټر باندې د دوو ناروغانو د وژنې تور دی، چې د يوه رپوټ له مخې په کوويد-۱۹ اخته ول. د پوليسو په خبره نوموړي ډاکټر يوه ناروغ ته وژونکي‌ درمل ورکړي څو د هغه «د لا زيات کړاو مخه ونيسي.»

Arzt mit Klemmbrett
انځور: Colourbox/Pressmaster

دوو ناروغانو چې د ۴۷ او ۵۰ کلونو عمرونه يې درلودل، د ناروغۍ په وروستي جدي حالت کې قرار درلود چې يوه سرطبيب ورته ښايي د داسې درملو د ورکړې امر کړی وي چې د هغوی د سملاسي مړينې سبب وګرځېد.‌ دغه خبره د ايسن ښار پوليسو د جمعې په ورځ‌ کړې ده.

چارواکي د دغو دوو تنو د مړينې پر شرايطو باندې تر اوسه پلټنې کوي، خو د راپورونو له مخې دواړه کسان د کوويد-۱۹ مرض له کبله تر درملنې لاندې ول.

دغه ۴۴ کلن سرطبيب، چې د فبرورۍ میاشتې راهيسې يې د ايسن ښار په پوهنتوني کلينيک کې کار کاوه، د چهارشنبې په ورځ‌ ونيول شو. په هغه باندې د پنجشنبې په ورځ‌ د يادو کسانو د وژنې تور پورې شو چې اوس د پوليسو په وينا بندي دی.

انځور: Marcel Kusch/dpa/picture alliance

څارنوالۍ د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه کړې

د روغتون په حواله د نومبر د ۱۳مې او ۱۷مې د مړينو د پېښو په هکله شکونو دوی دې ته وهڅول چې څارنوالۍ ته خبر ورکړي او دغه ډاکټر له دندې لرې کړي.

تورن سرطبیب د آلمان د ايسن ښار د پوليسو په حواله يوازې په يوه مورد کې اعتراف کړی چې غوښتل يې د يوه ناروغ او د هغه د خپلوانو کړاو ته د پای ټکی کېږدي.‌ دواړو وژل شوو ناروغانو په «ډېرو جدي حالاتو» کې قرار درلود. د آلمان د «بيلد»‌ په نامه د ورځپاڼې په حواله دواړه تنه د کرونا په ويروس اخته او په داسې يوه څانګه کې هم بستر ول چې د کوويد-۱۹ د ناروغانو درملنه کوي.

خو څارنوالۍ ويلي دي چې د هغوی د درمنلې په هکله زيات جزئيات نه شي ورکولی ځکه چې پلټنې لا دوام لري. 

ipj/sms/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب