1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان اقتصاد دوه میلیونه مسلکي کارګرو ته اړتیا لري

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

د مسلکي کاري قوې کمښت د آلمان د اقتصاد جدي ستونزو ده. تر ۲۲ زره زياتو شرکتونو باندي د يوې سروې پايلي ښيي چې تر نیمايي ډېرو يې ویلي دي چې کاري قوې ته جدي اړتیا لري او نه شي کولی د خپلو شرکتونو تش ځایونه ډک کړي.

د آلمان په لايبزيګ ښار کې د مسلکي زده کړو ښوونځي
د آلمان په لايبزيګ ښار کې د مسلکي زده کړو ښوونځيانځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په یوې نظرپوښتنې کې، چې له ۲۲زره شرکتونو څخه شوې ویل شوي، د آلمان تر نیمايي ډېر شرکتونه د خپلې اړتیا وړ کارونو د ترسره کولو له پاره د کاري قوې ستونزي لري.

د دغې نظرپوښتنې پایلې د پنجشنبې په ورځ د جنوري مياشتي پر ۱۲ نېټه په برلین کې خپرې شوي دي.

د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايوي مرستیال مدیر آخیم درکس، په دغه هيواد کې د شاوخوا دوه میلیونه مسلکي کارګرو د کمښت خبر ورکړ. د مسلکي کارګرو په کمښت کې د تېرکال په پرتله زیاتوالی هم راغلی دی.

آلمان د کاري ځواک په لټه کې دی

په دغه نظر پوښتنه کې ۵۳ سلنه آلماني شرکتونو ویلي دي چې د نوې کاري قوې په ګومارنې کې له ستونزو سره مخ دي. ویل شوي دي چې دا شمېر تېرکال ۵۱ سلنه و.

پر کرونا وبا او انرژۍ بحران سربېره هم د آلمان د کار بازار حالت د ثبات په حالت کې و؛ خو اوس د کارګرو کمښت د آلمان د اقتصاد له پاره په لوی سرخوږي بدل شوی دی.

د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايوي مرستیال مدیر آخیم درکس خبرداری ورکړی چې د مسلکي کارګرو کمی پر دې سربېره چې پر شرکتونو فشار راوړي، د زیربناو د پراختیا، د انرژۍ د لېږد او د ډیجیټال کېدو بهير د وروکېدو لامل هم کېږي.

د الماني ځوانانو سپماانځور: picture-alliance/dpa

د برېښنايي پرزو او وسایلو ۶۷ سلنه جوړونکي د مسلکي کارګرو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. دا شمېرې د روغتیا او ټولنیزو خدماتو په برخه کې آن ۷۱ سلنې ته رسېږي.

ډېر لوژیستیکي شرکتونه د موټرچلوونکو د کمښت ستونزه لري او دا مسئله پرچون پلورونکیو او مصرف کوونکیو ته د توکو او محصولاتو په رسونې کې د ځنډ لامل شوې.

د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نظر پوښتنې کې راغلي دي چې ۵۲ سلنه شرکتونه غواړي بیروکراسي کمه او بې‌کاره کسان وروزي، چې کارونو ته یې جذب کړي.

آلمان په کال کې ۵۰۰ زره مسلکي کاري قوې ته اړتیا لري

۳۵ سلنه آلماني شرکتونه هیله‌من دي چې د ګومارنې په پروسه کې د اسانتیاو پر مټ به وشي کولی ډېر مسلکي کارګر جذب کړي.

د اټکل له مخې د آلمان د کار په بازار کې د راپيداشویو ستونزو د کمولو له پاره هر کال ۴۰۰ زره بهرنیو کارګرو ته اړتیا ده. د کار د بازار او مسلکي څېړنو انستیتیوت «IAB» په وینا، که چېرې د مسلکي کارګرو د کمي له پاره کوم اقدام ونه شي، د آلمان د کار بازار به تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې ۷ میلیونه کارګر له لاسه ورکړي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل