د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د فبروري ۱۲) وویل چې پر سرحدونو د کنټرول د غځولو تصمیم ېې له اروپايي کمیسیون سره چې د دغې اتحاديې اجرائیوي مټ دی، شریک کړی دی.
آلمان په سپتمبر میاشت کې دغه هېواد ته د غیر منظم يا غير اصولي مهاجرت د مخنوي په مقصد پر خپلو سرحدونو د کنټرول پروګرام اعلان کړ.
د پلان شوي پروګرام له مخې په آلمان کې پر سرحدونو د موقتي کنټرول موده په مارچ میاشت کې پای ته رسېدونکې وه.
ورته نور: د آلمان انتخابات؛ سوسیال دموکراټانو شولڅ د خپل رسمي نوماند په توګه اعلان کړ
شولڅ، وویل چې تر یاد اقدام وروسته ۴۷ زره کسان له سرحدونو بېرته ګرځول شوي او همدارنګه له انساني قاچاق سره په تړاو ۱۹۰۰ کسان نيول شوي دي.
د کنترول د مودې د غځولو نوی اعلان په دې معنی دی چې د آلمان پر سرحدونو کنټرول به د سپتمبر میاشتې تر نیمايي پورې پر خپل حال پاته وي.
د اولاف شولڅ د سوسیال دموکراټ ګوند (SPD) ) په آلمان کې تر یو لړ خونړیو حملو وروسته چې ادعا کيږي د مهاجرو له خوا ترسره شوي، تر نیوکو لاندې لاندې راغلی دی.
ورته نور: د منهایم برید؛ د داعش د پلوي افغان محاکمه په المان کې پیل شوه
د نظرسنجیو پر اساس، دغه ګوند اوسمهال د شاوخوا ۱۶ سلنې رایو په لرلو په دریم ځای کې دی چې دا د انتخاباتو په مسیر کې د دغه ګوند له پاره د بل هر وخت په پرتله ډېره ناوړه پایله ده.
محافظه پال اتحادي مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه چې له غیر منظم يا غير اصولي مهاجرتونو سره مقابله ېې د انتخاباتي کمپاینونو یوه له مهمو ژمنو ده، په لومړي ځای کې قرار لري.
ورته نور: المان: ډیری ناقانونه پناغوښتونکي د اوکراین او سوریې څخه راځي
یو انځوریز البوم وګورئ:
آلمان: د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج
د شنبې او يکشنبې په ورځو په ټول آلمان کې په سونو زرو کسانو د «ای اف ډي» ګوند او په نورو ګوندونو کې د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج وکړ. د محافظه پال اتحاد له خوا صدراعظمۍ ته کانديد ميرڅ، سره هم مخالفت څرګند شو. انځور: Andreas Arnold/picture alliance/dpa د اکتوبر فیستيوال د مشهورې ميلې پر ځای احتجاجي غونډه د مونشن د «تېرېزن ويزه» په ميدان کې چېرې چې د «اکتوبر فيستيوال» په نامه د بېرو مشهوره دودیزه مېله جوړيږي، د شنبې په ورځ ۲۵۰ زره کسان راټول شوي ول. د «مونشن رنګين دی» په نامې ټولنې د «ديموکراسي تاته اړتيا لري!» تر شعار لاندې د غونډې غږ کړی وو.
انځور: Sachelle Babbar/ZUMA Press Wire/picture alliance ووپرتال ښار د ديموکراسۍ او انساني کرامت په پلوۍ په ووپرتال ښار کې د «ووپرتال یې خنډ جوړيږي» او « Omas gegen rechts » په نامه ټولنې د ووپرتال څانګې د «ديموکراسي او انساني کرامت د معاملې وړ نه دی» تر شعار لاندې د احتجاج غږ کړی و. تر لسو زرو ډېرو کسانو په دې مظاهره کې ګډون کړی وو.
انځور: Ying Tang/NurPhoto/picture alliance بريمن: په ګډه د «ښي اړخوتوب پر ضد» د هېواد په څنډه کې، شمالي سمندر ته نږدې په پراته ښار بريمن کې ډېر کسان سړکونو ته را وتلي ول. دلته هم دوو سازمانونو د غونډې غږ کړی وو او کابو ۵۰ نورې ټولنې هم ورسره یوځای شوې وې.
انځور: Hauke-Christian Dittrich/picture alliance/dpa
په لېرې پرته سيمه کې د ښي اړخه «آلمان له پاره بديل» ګوند پر ضد احتجاج د راينلند فالڅ ایالت په کوچني ښارګوټي کوزل کې څو سوه کسان سره راټول شوي ول څو د «آلمان له پاره بديل» ګوند پر ضد خپل احتجاج څرګند کړي. دلته د ياد ګوند مشره او د دغه ګوند له خوا صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندیده اليس واېدل، د ټاکنيزې مبارزې په ترڅ کې راڅرګنديدله چې خلکو یې پر ضد احتجاج وکړ.
انځور: Andreas Arnold/picture alliance/dpa په لايپڅيګ کې د احتجاج پر وخت اخ و ډب د زاکسن ایالت په ستر ښار لايپڅيګ کې کابو ۱۰۰۰ کسان د «ای اف ډي» ګوند د ګډ مشر تينو کروپالا، پر ضد راټول شوي ول چې د زاکسن ايالت سره تړاو لري دلته د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې راڅرګندیده. د پوليسو د معلوماتو په حواله يو ډله احتجاج کوونکو هڅه کوله چې د غونډې ځای ته غځيدلې لاره وتړي او پوليسو د زور په کارولو سره هغوی له دې کاره منع کړل.
انځور: picture alliance/dpa د «ای اف ډي» ګوند ترڅنګ د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د صدراعمظۍ کانديد فرېدرش مېرڅ، هم له انتقاد سره مخامخ شو. له هغه راهېسې چې «ای اف ډي» ګوند په پارلمان کې د مسيحي اتحاد د مهاجرت د کلکو قوانينو يوې طرحې په اړه رایه اچوونې کې د يادي طرحې ملاتړ کړی دی، پر نوموړي نیوکې کيږي چې د ډېر ښي اړخي ګوند سره همکاري کوي. خو ميرڅ، له دغه ګوند سره حقیقي همکاري ردوي.
انځور: Sachelle Babbar/ZUMA Press Wire د منځنيو ګوندونو د سیاست په اړه هم «مايوسي» د شنبې او يکشنبې د ورځو احتجاجونه که څه هم چې تر ډېره د ای اف ډي قسماً ښي اړخه ګوند ته متوجې ول خو په اصطلاح د «دیموکراتيک منځ» ګوندونه هم د انتقاد هدف وګرځېدل. ډېر شنونکي او احتجاج کوونکي هم د مسحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو ترڅنګ ليبرال ګوند، سوسيال ديموکرات ګوند او زرغون ګوند د دغه ډېر ښي اړخه ګوند د قوي کيدو له پاره ګرم ګڼي.
انځور: Sachelle Babbar/ZUMA Press Wire/picture alliance