1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: فدرالي پوليسو ۱۸ کډوال له يخچالي لارۍ ژغورلي دي

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د آلمان فدرالي پوليسو د پولنډ پولې سره څېرمه په براندنبورګ آيالت کې ۱۸ کډوال له يوې تړلې يخچالي لارې آزاد کړي دي. کډوال له افغانستان، ايران او عراق څخه ول.

Deutschland | Kontrollen an der deutsch-polnischen Grenze
انځور: Michele Tantussi/REUTERS

د آلمان فدرالي پوليسو خبر ورکړی دی چې د دغو کډوالو په منځ کې د پنځو او لس کالونو په عمر دوه ماشومان هم شامل ول. د لېږدونکي موټر ۳۲ کلن ليتوانی  چلونکی ونيول او وروسته بندي شو. پر هغه باندې ژوند ته د خطرپېښونکو شرايطو لاندې د قاچاق تور پورې شوی دی.

د فدرالي پوليسو د څرګندونو په حواله دغه موټر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۳نېټه) تر غرمې وروسته د کنترول له پاره درول شوی و چې پوليسو يې بيا په شاتنۍ برخه کې کډوال وموندل. دغو کډوالو د پنځو او ۴۴ کلونو تر منځ عمرونه درلودل او له ايران، عراق او افغانستان څخه راغلي ول.د مهاجرینو د منلو له کبله میرکل ته ملګرو ملتونو د «نانسن» جایزه ورکړې

په برلين کې د چارواکو په حواله د دوو کوچنيو ماشومانو تر څنګ دوه ۱۴ کلن ځوانان هم ورسره وو چې بې سرپرسته راغلي دي. داسې ويل کيږي چې د يخچالي موټر دننه نه رڼا او نه د تازه هوا امکانات موجود ول، په موټر کې بندو کسانو له »ډېرې لوږې، تندې او رفع حاجت« څخه شکايت کاوه.ملګري ملتونه وايي د کډوالو له پاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ یو

دغو کسانو د پناه غوښتنې هيله وکړه او د فدرالي پوليسو په حواله د کډوالو يوه لومړني استوګنځای ته ولېږدول شول. ياد دوه ۱۴ کلن ځوانان د ځوانانو ادارې سرپرستۍ ته وسپارل شول.

آ./ن. ص./ا. ا.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب