د آلمان فدرالي حکومت په اوسنیو وختونو کې تر ګواښ لاندې افغانانو لپاره د منلو په فدرالي پروګرام کې نوې ژمنې نه دي کړې.
اعلان
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت يو وياند ويلي دي چې په آلمان کې د افغانانو د منلو لپاره يې نوې ژمنې نه دي کړي. د دغه وياند په وينا چې پخوانۍ ژمنې پر ځای پاتې دي او باید پوره شي، خو اوس مهال هیڅ نوي قضیې نه دي پیل شوي.
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوی د منلو آلمانی فدرالي پروګرام د افغانستان هغو ښځو او نارینه و سره مرسته کوي چې د بشري حقونو او يا د عدالت، تعلیم او سیاست په برخو کې د خپلو فعاليتونو د طالبانو لخوا تعقیب کیږي. د دوی کورنۍ هم کولای شي آلمان ته راشي، که مخکې آلمان ورته هوکړه کړې وي. سره له دې چې په میاشت کې د ۱۰۰۰ کسانو د منلو پلان وو، خو د نوامبر تر پایه یوازې شاوخوا ۸۶۴ کسان منل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې فدرالي حکومت غوښتل چې د منلو شمېرې زیاتې شي، خو هغه ټینګار وکړ چې د دې کار لپاره په ځايي شرایطو کې ستونزې شته، ځکه چې له افغانستان څخه وتل اکثره وخت اسانه نه وي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، فدرالي حکومت تر اوسه پورې د فدرالي منلو پروګرام په اړه هیڅ پریکړه نه ده کړې. دغه پروګرام د اختیاري منلو له فنډ څخه تمویلیږي چې د بیا استوګنې يا بيا مېشتونې پروګرام هم پکښې شامل دی. د اوسنيو بودیجوي پلانونو له مخې، د دې پروګرام لپاره ټاکل شوي مالي منابع تقریباً ۱۳٪ کمې شوي دي. د آلمان ائتلافي حکومت د ماتېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال د بودیجې راتلونکی نه دی روښانه.
د آلمان د دفاع پخوانۍ وزيرې، اناگرېټ کرامپ کارنباور په روانه مياشت کې لا ويلي ول چې په افغانستان کې وضعيت وحشتناکه دی. يو شمېر د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو هم د آلمان له حکومت څخه غوښتي چې د افغانانو د منلو پروگرام دي عملي کړي.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو هغه غوښتنې رد کړي چې په ټولیز ډول دې کډوال نه اخراجوي. طالبانو هم له پاکستان غوښتي و چې دغو کډوالو ته دې وخت ورکړل شي څو بيرته ستنېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
«نه غواړم مړه شم»
یو شمیر افغانانو پاکستان کې اعتراضونه هم وکړل. دغو کډوالو ویلي دي د یو شمیر ګواښونو له امله نشي کولی، افغانستان ته ولاړ شي. دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، یو شمیر شعارونه لیږدول لکه: «نه غواړم مړه شم» او یا هم «بیرته ستنیدل ودروئ».
انځور: Ali Kaiffee/DW
د خلکو او لاريو اوږده کتارونه
د چهارشنبې په ورځ او همدا راز نن، پنجشنبه هم د خلکو او لاريو اوږده کتارونه په تورخم کې په تمه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
نه پاتېدلی شي او نه یې هم تللو ته زړه ښه دی
لسیزې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دی. له دوی څخه یې ډیر شمیر قانوني اسناد هم ترلاسه کړي. پر دې سربیره لاهم ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دغه کډوال داسې یوه هیواد ته ستنیږي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دی.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
افغان کډوال د اخراج په یوه مرکز کې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له بیا راتلو شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته تللي دي. لکه څنګه چې دغو انځورونو کې ښکاري یو شمیر کډوال لندي کوتل کې د کډوالو په یوه مرکز کې د بیرته ستندیو لپاره راټول شوي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
ولې افغانان له پاکستانه ایستل کیږي؟
شنونکي وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي ډېروالی، اقتصادي کړکېچ او د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو ترینګلتیا د دغه ډله ایز اخراج لاملونه دي.