1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پر اوکراین د روسیې د بریدونو شدت وادیفول کیف ته رسیدلی

۱۴۰۵ مرداد ۳۱, شنبه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین خپل پوځي بریدونه زیات کړي، کیف ته رسیدلی څو له اوکراین سره پیوستون څرګند کړي.

وادېفول وویل، روسیه هڅه کوي د اوکرایني وګړو د ژوند سرچینې له منځه یوسي او د مقاومت لپاره د هغوی اراده ماته کړي.
وادېفول وویل، روسیه هڅه کوي د اوکرایني وګړو د ژوند سرچینې له منځه یوسي او د مقاومت لپاره د هغوی اراده ماته کړي. انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وادیفول د شنبې (د ۲۰۲۶م کال د اګست پر ۲۲مه) سهار وختي د ځانګړي اورګاډي له لارې د کییف مرکزي رېل ‌پټلۍ تمځا ته ورسېد او د روسیې د بې ‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د زیاتېدو غندنه یې وکړه. هغه مسکو د «ملکي وګړو په بې‌توپیره وژنه» او د انرژۍ د زیربناو په قصدي ویجاړولو تورن کړ.

د وادیفول دا سفر څو ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې د روسیې د توغندیزو بریدونو په نتیجه کې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې ۱۶ کسان ووژل شول، او یوه ورځ مخکې د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په ټاټوبي کریفي ریه سیمه کې پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې د جلا برید له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۳۰ نور ټپیان شول.

وادېفول وویل، روسیه هڅه کوي د اوکرایني وګړو د ژوند سرچینې له منځه یوسي او د مقاومت لپاره د هغوی اراده ماته کړي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د جولای او اګست میاشتې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د اوکراین د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې وې. وادېفول وویل: «روسیې هیڅکله هم پر خپل ګاونډي هیواد دومره ډیر توغندي نه دي توغولي. موږ کړاو وینو، موږ وینو چې دغه هیواد له څه ډول ستونزو سره مخ دی، او موږ به د دغه هیواد ملاتړ ته دوام ورکړو.»

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

02:33

This browser does not support the video element.

هغه زیاته کړه: «موږ د اوکراین تر څنګ ولاړ یو. دغه هېواد به په دې پوځي مقابله کې بریالی شي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له اوکراین سره د لا نورو مرستو ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې دغه هېواد د جګړې پنځم ژمي ته چمتو کېږي. د روسیې او اوکراین ترمنځ دا جګړه په ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له یرغل وروسته پیل شوې. وادېفول وویل: «هیڅ هېواد د جرمني په کچه له اوکراین سره په پوځي او مالي برخه کې دومره ملاتړ نه کوي.»

نوموړي هیله څرګنده کړه چې که څه هم په وروستیو میاشتو کې ډیپلوماټیکې هڅې له ځنډ سره مخ شوې دي، روسیه به د خبرو مېز ته راوستل شي.

پر روسیې د اوکراین د بریدونو شدت

په عین وخت کې اوکراین سږ کال پر روسیې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی او تر ډیره یې د روسیې د تېلو تاسیسات او لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي دي. اوکراین توانیدلی چې د روسیې د جګړې اقتصاد ته د روسیې په خاوره کې دننه د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له لارې زیان ورسوي.

خو د اوکراین له پاره د هوايي دفاعي سیستمونو، لکه پاتریوت توغندیو، کمښت اوکراین د روسیې د توغندیزو بریدونو پر وړاندې بې‌ دفاع کړی، چې له امله یې زیلینسکي له خپلو لویدیځو شریکانو څخه د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.

له هغه وخته چې وادېفول د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیل کړې، اوکراین ته دا د هغه څلورم سفر دی. د امنیتي دلایلو له امله، لکه څنګه چې معمول دی، دا سفر مخکې له مخکې په عامه توګه اعلان شوی نه و. په کییف کې د هغه د سفر پروګرام هم نه دی افشا شوی، خو تمه کېږي چې د اوکراین له مشرتابه سره خبرې به د هغه د سفر اصلي تمرکز وي.

اوکراین ۳۵ کاله مخکې د دوشنبې په ورځ له پخواني شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکي اعلان کړه. د دې کلیزې په مناسبت، په ځانګړي ډول په پلازمېنه کییف کې، د لمانځنې مراسم ترسره کېږي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

01:57

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب