1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: د انفلاسيون له کبله بايد کارګرو ته اضافي پيسې ورکول سي

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

په آلمان کي د انرژۍ د قيمتونو د جګېدلو سره په دغه هيواد کي د ورځني ژوند د توکو قيمتونه هم جګ سوي دي. په آلمان کې د انفلاسيون يا د پيسې د ارزښت د کمېدلو کچه تر ۷ فيصده اوښتې ده خو اوس حکومت د اقداماتو نوې بسته اعلان کړه.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پر شرکتونو ږغ کړی چي کارگرو ته اضافي پيسې ورکړي
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پر شرکتونو ږغ کړی چي کارگرو ته اضافي پيسې ورکړيانځور: Frederic Kern/Future Image/IMAGO

د آلمان حکومت په دغه هيواد کي پر کار ورکوونکو ږغ کړی دی چي د خپلو شرکتونو کار کوونکو ته دي د انفلاسيون له کبله د «انفلاسيون ادايګي» یا پیسې وکړي. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ويلي دي چي حکومت به و کارکوونکو ته د شرکتونو له خوا د انفلاسيون له کبله اضافي ادايګۍ له ماليو څخه مستثنی کړي. د هغه په وينا تر ۳۰۰۰ يورو پوري به ياد ډول ځانګړي د پيسو ادايګۍ هيڅ ماليه ونلري.

 شولڅ دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ د آلمان د حکومت له لوري پر ولس د اقتصادي فشار د کمولو په مقصد د اقداماتو د دريمي بستې د اعلان پر وخت وکړې. هغه هيله څرګنده کړه چي آلماني شرکتونه به په آلمان کي په مليونونو خپلو همکارانو ته د انفلاسيون فشار کمولو لپاره اضافي پيسې وويشي.

په پاکستان کي قيمتونه په ريکارډ سطحه جګ سوي دي

له دې مخکي د کرونا پاندمۍ پر وخت هم و کار کوونکو ته تر ۱۵۰۰ يورو پوري د اضافي پيسو ادايګۍ له ماليو او سوسيال سيسټم لپاره ځانګړو ادايګيو څخه مستثنی کړل سوي وې. دغه اصول د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پوري د عملي کیدو وړ ول. اضافي ادايګي د عام معاش علاوه و کار کوونکو ته ورکول کيږي.

د انفلاسيون د اغېزو د کمولو په مقصد و کارګرو ته د شرکتونو له خوا له ماليو مستثنی د اضافي پیسو د ورکړې مفکوره د جولای مياشتي په سر کي لا د حکومتي استازو او د شرکتونو د اتحاديو تر منځ تر بحث لاندي نيول سوې وه.

اروپايي کميسيون: د اوکراين جګړه به د بېساري انفلاسيون لامل سي

د اقتصادي چارو کارپوهانو او د کارګرو سازمانونو دغه مفکوره رد کړې وه. د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند رئيسي ساسکيا ايسکن د يکشنبې په ورځ د اقتصادي فشار کمولو د اقداماتو د دريمي بستې د معرفي پر وخت وويل چي غواړي معاشونه په ټوليزه توګه جګ سي.

د هغه وروسته چي روسيې پر اوکراين بريد وکړ، نو په آلمان کي د انرژۍ بازار اغېزمن سو. اوس روسيې پر اروپا خپل د ګازو نل ليکي هم په بشپړه توګه تړلي دي او وجه يې تخنيکي ستونزي يادوي. خو په آلمان کي د انرژۍ د قيمتونو د جګېدلو سره د اړتيا د بيلو څيزونو قيمتونه هم جګ سوي دي او د انفلاسيون اندازه تر ۷ سلني زياته سوېده.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب