1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت له طالبانو سره د اخراج په اړه خبرو دفاع وکړه

احمد ولي اڅکزی | پروتستانت خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه

د آلمان ائتلافي حکومت له خپل دې اقدام څخه دفاع کړې ده، چې افغانستان ته د افغانانو د اخراج په هکله د طالبانو سره خبرې وکړي.

د قطر هوايي شرکت الوتکه د آلمان په لايپڅيگ هوايي ډگر کې ولاړه ده چې افغان کډوال افغانستان ته يوسي
آلمان د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۸ هم افغان کډوال اخراج کړلانځور: EHL Media/IMAGO

د آلمان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له رژيم سره د خبرو دفاع کړې ده. دغه خبرې له آلمان څخه د افغان کډوالو د اخراج پروسې د آسانه کولو په مقصد کيږي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۱۵مه) په برلین کې وویل چې دغه تماسونه ضروري دي، چې آلمان وکولای شي تر پخوا په منظمه توګه خلک افغانستان ته اخراج کړي. د وياند په وینا، د سپټمبر په لومړیو کې په دوحه کې خبرې شوې وې او د نورو خبرو لپاره هم چمتووالی نيول کيږي. د کورنيو چارو د زارت ویاند په دې تړاو نور جزئیات ورنه کړل.

په دې توګه دا لا نه ده څرګنده شوې چې د خبرو راتلونکی پړاو به د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ترسره شي که څنګه. د تېرې اونۍ د مطبوعاتي راپورونو له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزارت داسې پلانونه لري چې په کابل کې طالبانو سره خبرې وکړي. خو د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادیفول، د یکشنبې په ماښام د آلمان د زېډ ډي اف تلويزيون په يوه خپرونه کې وویل چې د دوحې نه پرته په بل ځای کې خبرې «اړینې نه دي».

د  آلمان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، دا مهال خبرې یوازې د هغو افغان مجرمانو او خطرناکو کسانو د اخراج په اړه روانې دي چې په آلمان کې اوسېږي. هغه ونه ويل چې دغه ډله څومره لویه ده، ځکه چې شمېرې د ایالتونو په واک کې دي. خو هغه زیاته کړه: «د کسانو شمېر دومره دی چې دغه خبرې یقیناً ارزښت لري.»

د حکومت مرستیال ویاند، شتېفن مایر، پر دې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره دغه تماسونه «په هېڅ ډول» د هغوی د قانوني افغان حکومت په توګه د منلو معنی نه لري. په وينا يې دا یوازې او یوازې پر «تخنیکي کچه» خبرې دي او د دغو خبرو هدف دا دی چې د اخراج بهیر اسانه کړي.

د آلمان حکومت مخکې ويلي ول چې له آلمان څخه د افغانانو د اخراج په ترڅ کې يې طالبانو ته پيسې نه دي ورکړي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب