1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ناټو غښتلي کولو په موخه ۴ اوبتلونه رانیسي

احمد حکيمي | اسوشیتید پریس خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۹, جمعه

د آلمان دفاع وزیر بوریس پیستوریوس غواړي په اروپا کې د ناټو د امنیتي تقاضاوو پوره کولو له پاره څلور اوبتلونه راونیسي. د اوبتلو د اخیستلو په هکله معلومات د المان په پارلمان یوې سرچینې له رسنیو سره شریک کړي دي.

د آلمان دفاع وزیر غواړي په اروپا کې د ناټو د امنیتي تقاضاوو د پوره کولو له پاره څلور پرمختللي اوبتلونه راونیسي.
آلمان غواړي د ناټو سازمان د تقویه کولو له پاره څلور نوي پرمختللي اوبتلونه را ونیسي. انځور: Sean Gallup/Getty Images

د آلمان په پارلمان کې د بودیجې د کمیټې یوې سرچینې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د آلمان دفاع وزیر بوریس پیستوریوس غواړي په اروپا کې د ناټو د پوځي وړتیاوو د غښتلي کولو له پاره څلور پرمختللي نوي اوبتلونه د دغه سازمان له پاره وپیري.

د یادې سرچینې په حواله، د آلمان دفاع وزیر د څلورو اوبتلونو د رانیولو له پاره د پنځه میلیارده ډالرو (۴،۷ میلیارده یورو) غوښتنه کړې ده. زیاته شوې چې د U212CD په نامه دغه اوبتلونه به له آلماني ټیسنکروپ مرین سیستم له شرکت څخه واخیستل شي.

د پارلمان دغه وکیل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د یادې موضوع په هکله وویل: «موږ د اضافي اوبتلونو د رانیولو د وړاندیز دغه موضوع په ځانګړې توجه سره مخ ته وړو ځکه چې دا د امنیتي سیاست له پاره ډیر ارزښت لري او همدا راز د دې په خاطر چې ورته د ډیرو پیسو غوښتنه شوې ده.»

آلمان تر دې مخکې هم له ناروې سره په ګډه د یوې پروژې په چوکاټ کې له یاد آلماني شرکت څخه دوه اوبتلونه رانیولي دي. ناروې هیواد هم له دغه شرکت څخه تر دې وړاندې اوبتلونه اخیستي دي.

د U212CD په نامه دغه اوبتلونه به له آلماني ټیسنکروپ مرین سیستم له شرکت څخه واخیستل شي.انځور: AP

پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته برلین هڅه کوي چې خپل امنیتي ځواکونه لا پسې غښتلي کړي او په دې برخه کې یې د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د لا زیاتې پانګونې ژمنې کړې دي. خو د دې ټولو باوجود، د یادو اوبتلونو د رانیولو له پاره باید حکومت په ځانګړې توګه د پیسو د ورکړې تقاضا وکړي، دا ځکه چې د آلمان د ۲۰۲۴م کال په بودیجه کې د دغو اوبتلونو له پاره پیسې په پام کې نه وې نیول شوې.

د «ډیر شپیګل» آلمانۍ مجلې په حواله، پارلمان ته د اوبتلونو د رانیولو په وړاندیز کې د آلمان دفاع وزارت استدلال کړی چې «آلمان د یادو څلورو اوبتلونو له ترلاسه کولو پرته به د دغه پوځي سازمان په شمالي برخو کې د امنیت د تأمین په موخه د ناټو د تازه تقاضاوو پوره کولو وړتیا ونه لري.»

په داسې حال کې چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د راتلونکي میلادي کال د فبرورۍ تر ۲۳مې نیټې پورې د حکومت مشري په غاړه لري، د دغه هیواد دفاع وزارت د یادو پیسو ترلاسه کولو له پاره اړ دی چې د محافظه پاله اپوزیسیون ملاتړ ترلاسه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب