1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستانه یوه بله ډله افغانان ایستلي دي

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

د یوه آلماني خیریه سازمان له لوري په چارتر شوې یوه الوتکه کې له افغانستانه د ۱۴۸ تنو هغو افغانانو ډله را ایستل شوې چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي. آلمان تر دې وړاندې زرګونه افغانان له افغانستان څخه را ایستلي دي.

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۱۳مه) یوه آلماني خیریه سازمان له افغانستانه یوه بله ډله له خطر سره مخامخ افغانان را ایستلي دي. د معلوماتو له مخې د ۱۴۸ تنو افغانانو دغه ډله نن د شنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر له لارې وتلې ده.

د «کابل لوفت بروکه» یا د هوايي پله له لارې له کابله د افغانانو د ایستلو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ډله کسانو کې د آلمان د محلي کارمندانو او نورو له خطر سره مخامخ کسانو سربیره دوه تنه د هوايي ترافیک کنترولونکي هم شامل دي. د خبرپاڼې له مخې د هوايي ترافیک د مدیریت دواړو افغان کارمندانو په افغانستان کې له آلماني پوځ سره کار کړی دی. زیاته شوې چې په دې ډله کې یوه آلمانۍ کورنۍ هم شامله ده.

د «کابل لوفت بروکه» په نامه د دغه سازمان په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې دغه ډله کسان د کابل هوايي ډګر له لارې نن د شنبې په ورځ د پاکستان اسلام آباد ته رسیدلي دي. دغه چارتر یا ځانګړی پرواز د چندو په واسطه تمویل شوی او د خپل ډول لومړنی پرواز شمیرل کیږي.

دغه آلماني سازمان په ورته وخت کې د آلمان پر حکومت انتقاد کوي او وايي چې آلمان د افغانستان تر سقوط وروسته د خپلو محلي کارمندانو د اخراج په برخه کې ډیر ورو کار کړی دی. دغه سازمان ویلي چې پر آلمان باندې د مخ پر ډیریدونکي ټولنیز فشار په پایله کې دغه هیواد توانیدلی چې له افغانستان د آلماني سرتیرو تر راوتلو وروسته، یوازې یو داسې پرواز تنظیم کړي چې پرمټ یې آلمان ته افغانان را انتقال شوي وي.

انځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

د روان میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې هغه مهال چې د  افغانستان پخوانی حکومت وپرځید او طالبان واک ته ورسیدل، له افغانستانه لسګونه زره له خطر سره مخامخ افغانان د مختلفو هیوادونو له لارې ایستل شوي دي او لا هم ګڼ شمیر نور په دغه هیواد کې پاتې دي او د وتلو په تمه دي.

له کابل څخه د تخلیې تر جنجالي پروسې وروسته، له دغه جګړه ځپلي هیواده د افغانانو د رایستلو پروسه ورو شوې ده. په عین وخت کې د همدې تیرې چهارشنبې په ورځ د آلمان حکومت وویل چې د ۳۲۹ کسانو یوه ډله چې پکې آلماني اتباع هم شامل دي، له افغانستانه د یوې چارتر الوتکې په واسطه ایستل شوي دي.

د دې ټولو باوجود، په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو په ترڅ کې د آلماني پوځ سربیره ګڼ شمیر افغانانو له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی دی چې اوس ځانونه په افغانستان کې خوندي نه احساسوي او له دې هیواده د وتلو په هڅه کې دي. د طالبانو د ګواښونو سربیره، په افغانستان کې د غچ اخيستنې له کبله وژنې او چاودنې لا هم ادامه لري او د دوامداره وچکالیو له کبله دغه هیواد د خوړو له کمښت سره مخامخ دی. د دې سربیره، د طالبانو تر راتګ وروسته، افغانستان له اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دی او د دې هیواد په میلیاردونو مالي ذخیري د امریکا متحده ایالاتو له لوري کنګل شوي دي.