1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برونو کاهل افغانستان په اړه ارزونه کې پر تېروتنې اعتراف وکړ

۱۴۰۳ تیر ۱۵, جمعه

د آلمان د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر برونو کاهل، د پنجشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې له افغانستانه په چټکۍ د بهرنيو ځواکونو وتل اشتباه وه چې په نتيجه کې ېې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شول.

برونو کاهل په افغانستان کې د تېروتنو اعتراف کړی
د آلمان د استخباراتي ادارې بي ان ډي مشر، برونو کاهلانځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

کاهل، وويل چې د آلمان د استخباراتو ادارې د کلونو له پاره د افغانستان له وضعیته ښه ارزونه درولوده چې په هغه کې یو قوي درک دا وو چې طالبان غواړي په افغانستان کې یو «امارات تاسیس کړي.»

کاهل وويل: «کوم څه چې موږ ېې په سمه توګه وړاندوينه ونه کړه، هغه داستان وو چې په وروستیو څو شیبو کې وښودل شو.» له دغې خبرې د کاهل موخه له افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره سم د طالبانو له خوا په چټکۍ د کابل تصرف وو.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشت په نیمايي کې د ولایتونو د پر له پسې نيولو په ادامه پلازمینه کابل له مقاومت پرته ونیوه او د افغانستان جمهوري نظام ړنګ شو انځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

د آلمان د استخباراتو ادارې مشر دغه څرګندونې د آلمان د پارلمان هغې کمېټې ته وکړې چې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت د ارزونې له پاره جوړه شوې ده.

کاهل، په خپلو خبرو کې وویل هغه واقعیت ته چې طالبانو په وروستیو ورځو کې مخ په ډېرېډونکي توګه چټک پر مختګونه درلودل «زموږ له خوا ورته توجه ونه شوه.»

ژر ژر طالبانو ته تسلیمېدل

کاهل، زیاته کړه چې د آلمان بهرني استخبارات هم د نورو هېوادونو استخباراتو په څېر چې په افغانستان کې ېې حضور درلود، د افغانستان د امنيتي ځواکونو په هکله دغه ارزونه کې چې هغوی به وشي کړای اوږده موده د کابل له حکومته دفاع وکړی د تېروتنې مرتکب شو. افغان امنيتي ځواکونه برخلاف ونه درېدل او ژر ژر طالبانو ته تسلیم شول.

د آلمان د استخباراتو مشر د خپلو خبرو په دوام د چټک بدلون د «اوج هغو نقطو» یادونه وکړه چې امنيتي اوضاع ته ېې د پام وړ بدلون ورکړ.

د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۷مه، په افغانستان کې میشت آلماني سرتېرې د تخلېې پروسې تر پای ته رسولو وروسته له افغانستانه ووتل او تاشکند ته ورسېدل انځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

هغه له دې ډلې، په پر له پسې توګه د طالبانو لاس ته د ولایتونو د مرکزونو لوېدل یاد کړل، چې په نتیجه کې ېې کابل تقریباً په بشپړه انزوا کې واقع شوی وو، په داسې حال کې چې ورسره جوخت امریکايي ځواکونه او د اکثرو سفارتخانو پرسونل له کابله د وتلو په حال کې ول.

د آلمان پوځ چې د امریکا متحده ایالاتو مهال ويش يې تعقيباوه، له افغانستانه يې خپل ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په جون مياشت کې د پلان شوې مودې مخکې راوښکل. د همدې کال په اګست میاشت کې کله چې طالبانو پرته له کوم مقاومته کابل ونیوه، د آلمان پوځ د افغانستان د تخليې په ماموريت کې برخه واخیسته. هغه مهال په زرونو خلکو د کابل هوايي ډګر مخې ته هجوم راوړی وو چې د اګست تر پایه په لسونو زره افغانان په پوځي الوتکو کې اروپا، امریکا متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته و ايستل شول. په دې لړ کې د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې يو ځانمرګی برید هم وشو چې ۱۳ امریکايي عسکر او شاوخوا ۲۰۰ افغانان پکې ووژل شول.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل