«آلمان کې د افراطي اسلامپالنې خطر له نظره نه غورځول کیږي»
۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبههغه په دې اړه د پروتستانت خبري آژانس ته په يوه مرکه کې وويل چې «زموږ سترګې له دغه اړخه (خطر) خلاصې دي.» خو د هغه له نظره، ستونزه په دې کې ده چې اوس د افراطي کيدو په جوړښتونو او د عاملانو په بهیر کې يې د په پخوا په پرتله ډير تغييرات رامنځ ته شوي دي.
ماتیاس روحه وويل چې په اوسني وخت کې عاملان، اکثره انفرادي جنګيالي دي او یا يې د افراطي کيدو بهیر په کوچنيو ډلو کې په مخفي توګه ترسره کيږي. دغه بهير ځينې وخت ډير چټک ترسره کیږي، چې په همدې دليل د امنیتي ادارو له پاره سخته ده چې په چټکۍ سره عاملان وپيژني.
د مدني حقونو دغه پروفيسور وايي: «موږ باید دغه واقعیت په نظر کې ولرو چې ممکن يو ځل بيا هم دلته يو څه پيښ شي. خو اوس موږ د دې له پاره نه باید وارخطا شو.»، بلکې پر ځای يې بايد لازم مخکينی تدابیر ونیول شي. د بيلګې په توګه باید د «اسلامي دولت» تروريستي شبکې يا داعش هغو غړو ته متوجه واوسو چې له جنګي سيمو يو ځل بیا آلمان ته راستنيږي.
هغه زیاتوي چې د دغو بيرته راستنو شوو داعشيانو په اړه هم باید تفاوت په نظر کې ونيول شي. ځکه په هغوې کې ځينې يې اوس هم افراطي او خطرناک دي، خو ځينې نور يې له خپګان او ناهيليتوب سره راستانه شوي او په ځانګړې توګه په ټولنه کې د دغو افرادو د روزنې او بيا ادغام په برخه کې باید ډيره توجه وشي.
د اسلامي چارو دغه کارپوه ټينګار کوي: «موږ باید په لومړي سر کې بیرته راستنو شوو ښځو ته توجه وکړو.» که هغوی د کوم جرم مرتکب ګرځيدلي وي نو په اړه يې ډيره سخته ده چې مناسب حقوقي شواهد پيدا کړل شي. خو بايد په نظر کې ولرو چې هغوی قسما د افراطي نظريې درولودونکي هم دي او ډير شمير يې ماشومان هم لري چې ممکن هغوی ته د افراطي اسلامپالنې ايډيالوژي انتقال کړي.
«نه بايد ټول مسلمانان او اسلامي ټولنې يې تر شک لاندې وي»
روحه د «سیاسي اسلام» د بحثونو په اړه وضاحت ورکوي او وايي چې په اړه يې باید د اسلامپاله انګيزې درلودونکو دوو پديدو، اسلامپالنه او تروريزم، له مخې بحث وشي. هغه زياته کړه چې په آلمان کې د «سیاسي اسلام» د مفهوم په اړه يو واحد نظر شتون نه لري.
د دغه پروفیسور د ارزونې پر اساس، د وروستيو بحثونو هدف تر ټولو مخکې دا دی تر څو وښيي چې د افراطي اسلامپالنې خطر او تاريخوالی يوه زړه سابقه لري. له «افراطي اسلامپالو» څخه منظور هغه افراد دي چې هڅه کوي تر څو يو مخالف سياسي نظام تاسیس کړي چې د دموکراتيکو حقوقو درلودونکي يو حکومت سره په تضاد کې دی. دلته هدف په انفرادي توګه د سنتي يا محافظه کارانه ژوندانه له طریقې څخه نه دی.
دغه کارپوه، په دې برخه کې خبرداری ورکوی چې بحثونه به لا خطرناک شي، که چيرته په آلمان کې په عمومي توګه ټول مسلمانان يا د هغوی مسجدونه او ټولنې تر شک لاندې ونيول شي.
پروفیسور روحه سپارښتنه وکړه چې ضرروي ده چې له دغو ستونزو او مسئلو سره په ډيره دقیقه توګه عمل وشي. د بیلګې په توګه: «کوم موارد د دموکراتيکو حقوقو درلودونکی يو سیکولر حکومت له ستونزو سره مخ کوي؟ عاملین يې څوک دي؟ د دغو پيښو تر شا کوم ډول ايډيالوژي ګانې پټې دي او له کومو روشونو څخه استفاده کيږي؟»
روحه د خپلو خبرو په ادامې ټينګار وکړ چې افراطيت متفاوت ډولونه لري: ښي اړخي افراطيت، کيڼ اړخي افراطیت او همدارنګه ديني افراطيت: «دغه خبره تر ډيره د مسلمانانو له پاره د خوښې خلاف ده چې باید له ابتدا او هر وخت د دې وضاحت ورکړي او توجيه کړي چې هغوی سربيره پر دې چې مسلمان دي، اساسي قانون ته هم وفادار دي.»
د دغه عالم له نظره، مسلمانانو سره په دا شيوه چلند کول، د قوانينو پر بنسټ د ولاړ يوه دولت له پاره مناسب نه دی.
دويچه وله د/م.ک.ص./ب.ص.