په آلمان کې یو کس د دې ادعا له امله تر محاکمې وړاندې شوی چې هڅه یې کوله په بهر کې د «اسلامي دولت » ترهګرې ډلې سره یوځای شي. د کارلسروهه د فدرالي عدالت محکمې د پلټنو قاضي د نوموړي پر ضد د نیولو حکم عملي کړی دی. د فدرالي څارنوالۍ ویاندې د شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته دا خبر تایید کړ.
راپورونه وایي چې دغه ۲۱ کلن آلماني تبعه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۳مه) د پاکستان لخوا آلمان ته سپارل شوی دی. پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې له برلین څخه ایتوپیا ته سفر کړی و، څو په لومړي سر کې د سومالیا د «اسلامي دولت» ډلې سره یوځای شي او د جنګیالي په توګه روزنه ترلاسه کړي.
دغه هم ولولئ: يو افغان د داعش د ملاتړ په تور په امريکا کي په بند محکوم سو
خو څارنوالان وایي چې هغه هېڅکله سومالیا ته ونه رسېد، بلکې پاکستان ته ولاړ څو هلته د «اسلامي دولت» ډلې سره یوځای شي. د راپور له مخې، نوموړی د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې په پاکستان کې نیول شوی و. پر شکمن کس د بهرني ترهګر سازمان د غړیتوب د هڅې او د دولت امنیت ته د خطر پېښونکي جدي تاوتریخوالي د برابرولو تورونه لګېدلي دي.
د آلمان د جزايي قانون له مخې، دا جرم هغه مهال ترسره شوی ګڼل کېږي چې یو کس د دې لپاره آلمان پرېږدي څو په بهر کې له ترهګرې ډلې سره یوځای شي یا د هغې له خوا روزنه ترلاسه کړي. د آلمان فدرالي لویه څارنوالۍ د هېواد تر ټولو لوړه عدلي تعقیبي اداره ده او په عمده توګه د ترهګرۍ، جاسوسۍ او نړیوالو جنایي جرمونو اړوند دوسیو مسوولیت لري.
د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي، د «نړۍ يو تر ټولو خطرناک ترهګر» په توګه پيژندل شوی وو. هغه په خټه عراقی وو چې تيره اوونۍ په سوريه کې د امريکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. دلته يې ځينې ځانګړې انځورنه کتلی شئ: انځور: picture-alliance/AP Photo/Al-Furqan د «نړۍ د تر ټولو خطرناک ترويست»، ابوبکر البغدادي پورې اړوند د يوې موندل شوې تذکرې کاپۍ ښيي چې د داعش ډلې مشر د ۱۹۷۱ کال د جنورۍ مياشتۍ په لومړۍ نيټه د عراق په سامره ښار کې زيږيدلی وو.
انځور: NDR البغدادي د ښوونځي په ډيرو مضمونو کې ښې نمرې لرلي دي. خو داسې ښکاري چې يوازې په انګليسي کې يې خوند نه وو. دغه پاڼه ښيي چې هغه د ۶۰۰ نمرو څخه ۴۸۱ ترلاسه کړې وې. د البغدادي اصلي نوم ابراهيم عواد ابراهيم البدري وو. ګاونډيانو يې ويلي چې پلار يې يو ساده کروندګر وو او دا يې د څلورو زامنو په ډله کې دريم وو.
انځور: NDR دغه د ۱۹۸۷ کال ۱۱۲۶ نمبر مکتوب، چې په کې د البغدادي د هلکتوب د وخت انځور هم شته، د هغه د عراقي تابعيت سند دی. ابوبکر البغدادي په دغه وخت کې ۱۶ کلن وو او د سامره ښار د هلکانو په يوه ښوونځي کې ېې په خپل اصلي نوم (ابراهيم عواد ابراهيم البدري» زدکړې کولې.
انځور: NDR ابوبکر البغدادي په کال ۱۹۹۱م کې بريالی شو چې ديپلوم په لاس راوړي. د ښوونځي په يوه سند کې راغلي چې هغه څو ځله ناکام شوی خو وروسته ورته د هغه د «شهيد ورور» په مخ يو څه نمرې ورکړل شوي دي. د هغه کشری ورور د عراق د پرځول شوي ديکتاتور، صدام حسين په پوځ کې عسکر وو او هغه مهال وژل شوی وو.
انځور: NDR د ابوبکر البغدادي د يو ملګري په وينا، هغه ډير علاقمنمد وو چې د رهبرۍ مسئوليت پر غاړه ولري. البغدادي به ماشومانو ته د قران زده کړې ورکولي. په سامره ښار کې د هغوی کور له ډيرې مودې راهیسې د هغو مهاجرو هستوګنځای ګرځيدلی. ګاونډيان وايي چې د بغدادي کورنۍ يا تښتيدلي او يا به په زندان کې وي.
انځور: NDR تر ديپلوم ترلاسه کولو وروسته ابوبکر البغدادي له خپل اصلي ټاټوبي څخه بغداد ته ولاړ تر څو هلته د حقوق په څانګه کې لوړې زده کړې وکړي. هغه تربيتي علوم او بهرنۍ ژبې هم د دوهمې او درېمې رشتې په توګه انتخاب کړې وې خو دا چې ديپلوم يې ټيټ وو، بريالی نه شو د پوهنتون دغو څانګو ته لار پيدا کړي.
انځور: NDR ابوبکر البغدادي د جسمي ستونزې له امله چې ده لرله، له عسکرۍ څخه معاف شوی وو. د تحصيل د وخت سند يې ښيي چې د هغه سترګو د نژدې ليد تکليف لاره.
انځور: NDR ابوبکر البغدادي په کال ۱۹۹۹ کې په يو لوړپوړي کارپوه باندې اوړي. د هغه د ديپلوم د دفاع موضوع د (قران تفسير) وو. د داعش مشر په ۲۰۰۳م کال کې د عراق په انبار ايالت کې د لومړي ځل له پاره واده وکړ.
انځور: NDR دا د ابوبکر البغدادي د ۲۰۰۲م کال انځور دی. هغه د ۲۰۰۳ کال په مارچ میاشت کې پر عراق د مريکا تر حملې وروسته، د ۲۰۰۴م کال په فبرورۍ مياشت کې ونيول شو. نوموړی ۱۰ مياشتې د عراق په سويل کې په «بوکا» کمپ کې بندي وو، خو د هغه د نيول کيدو دليل تر اوسه نه دي مشخص شوی.
انځور: NDR په بوکا کمپ کې د صدام حسين د پخواني پوځيانو تر څنګ پر امنيتي او تروريستي پيښو تورن کسان هم ساتل کيدل. کارپوهان وايي دغه ګډه اوسيدنه د البغدادي په طرز تفکر کې ډير رول درلود. البغدادي په ۲۰۰۴م کال کې له بند څخه تر خوشې کيدو وروسته پوهنتون ته ولاړ او د بغداد په لويديځ «توبجي» سيمه کې موذن شو.
انځور: picture alliance/AP Photo د امريکا متحده ايالاتو حکومت هر ډول معلوماتو چې هغه د «اسلامي دولت» د مشر د نيولو سبب واقع شي ۲۵ ميليونه ډالر جايزه تعین کړه. د ګارډين د رپوت په حواله، بغدادي په ستون و فقرات کې ستونزه درلوده او د دوو داکترانو له خوا يې معاينه او معالجه شوی وه. داسې هم ويل شوي چې هغه د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کې د امريکا په يوه هوايي حمله کې سخت زيان ليدلی وو. امريکا دغه حمله تائيد خو زيان په اړه يې خوله چوپه کړه.
انځور: Department of State/USA ابوبکر البغدادي د خلکو په منځ کې ډير لږ راڅرګنديده. د هغه يوازينی نوی انځور د موصل په «نوري مسجد» کې د وينا پر مهال اخیستلی انځور دی. وروسته له هغې چې د ابوبکر البغدادي اړوند ويډيو په انترنيت کې خپره شوه، بريتانيايي نشريې «تيلګراف» د هغه د قيمتي ساعت په اړه چې د وينا پر مهال يې پر لاس تړلی وو ليکلی وو چې کيدای شي دغه ساعت د «رولکس» د تر ټولو ګران ماډل ساعت وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo د جيمز باند فلمونو لاسي ساعت د «سیمَستِر» (Seamaster) لاسي ساعتونه د «اوميګا» د لوکس ماډل ساعتونو څخه دي. دغه ساعت له ۱۹۹۵ کاله تر اوسه د جيمزباند فلمونو په لرۍ کې د جميزباند کريکتر پر لاس تړي. البغدادي دغه ساعت په لاس کاوه.
انځور: picture alliance/dpa پر بشري جنايتونو تورنه ډله د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستې ډلې په ۲۰۱۳م کال کې سوريه کې جګړه پیل کړه. دغې ډلی لومړی خپل نوم د «عراق او سوريې اسلامي دولت» يا داعش کيښود چې وروسته يې بيا «اسلامي دولت» ته واړاوه. دغه ډله د ملګرو ملتونو سازمان او نورو بشري سازمانونو له خوا پر نسل وژنۍ او بشري جناياتو تورنه ده.
انځور: NDR