1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

رسنۍ: شکمنو ترهګرو د آلمان درې ښارونه څارلي ول

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د پنجشنبې په ورځ په آلمان کې نيول شوو شکمنو ترهګرو ښايي په برلين، هامبورګ او درېسدن ښارونو کې د بريد په موخه ځينې ځايونه څارلي وي. دغه خبره پلټونکو کړې ده.

د آلمان فدرالي محکمه
د آلمان فدرالي محکمهانځور: Julian Rettig/dpa/picture alliance

د »کولنر شتات آنڅايګر« ورځپاڼې د پلټونکو په حواله خبر ورکړی دی چې د يوې شکمنې افراطي ډلې غړو په درو واړو ښارونو يعنې برلين، هامبورګ او درېسدن کې په هدفمن ډول د ځينې ځايونو عکسونه اخيستي دي. د رسنيو د خبر له مخې له مرکزي آسيا څخه راغلو دغو کسانو د بريدونو د يوې لړۍ له پاره پلانونه جوړ کړي ول.

په کارلسروهه کې د آلمان لويې څارنوالۍ نه غوښتل چې په دې مرحله کې د يادې ورځپاڼې معلومات تائيد کړي. دغه شکمن کسان چې له ډېر وخت راهيسې سره يې پېژندل، د رسنيو د خبر له مخې د اوکراين د جګړې له پيل څخه مخکې په ۲۰۲۲م کال کې له غلطو اسنادو سره ګويا د کيف پوهنتون د محصلينو په صفت آلمان ته راغلي ول.په آلمان او هالنډ کې له داعش سره د همکارۍ په تور ۹ کسان نیول شوې

د »کولنر شتات آنڅايګر« ورځپاڼې په حواله د دې ډلې مشر په وارندورف ښار کې د پناه غوښتونکو له يوه کمپ څخه خپل فعاليتونه تنظيمول. د لويې څارنوالۍ په خبره دغو کسانو غوښتل چې د »اسلامي دولت« يا داعش له پاره »پر عوامو باندې تاثيرلرونکي بريدونه« تر سره کړي.

البته د نيول کېدو پرمهال يې د بريدونو کوم دقيق پلانونه لا جوړ کړي نه ول. خو دغو کسانو بيا هم د بريدونو له پاره هدفونه لټولي او څارلي ول او هڅه يې کړې وه چې وسلې ترلاسه کړي. د يادې ورځپاڼې په خبره د شکمنې تروريستي ډلې په هکله معلومات د هالنډ استخباراتي ادارې ورکړي وو.بدخشان: داعش د فاتحې پر مراسمو د برید مسئولیت ومانه

پلټونکو له دې مخې ليدلي دي چې دغه کسان څنګه په مغازو کې د کيمياوي کوډ په رانيولو پسې ورغلي ول چې ورڅخه بمونه جوړېدلی شي. نيول شوي کسان له ترکمنستان، قرغيزستان او پنځه تنه يې له تاجيکستان څخه راځي چې عمرونه يې د ۲۰ او ۴۶ کلونو ترمنځ دي.امریکا د طالبانو له خوا د داعش د طراح په وژلو کې نقش لرل رد کړل

ويل کيږي چې دوی د ۲۰۲۲م کال د جون مياشتې په پای کې په آلمان کې يوه ترهګره ډله جوړه کړې ده. دوی سربېره پر دې د داعش ملاتړ هم کاوه. د لويې څارنوالۍ په حواله دغه کسان په افغانستان کې د داعش د يوې سيمه يزې څانګې له غړو سره په تماس کې ول.

ای اف پي/ن.ص./ن.ز.

   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل