په پرمختايي چارو کې د همکارۍ لپاره د آلمان وزیرې سونیا شولڅه (د سوسيال دموکرات ګوند غړې) ويلي دي چې د سوریې د اسلامي ډلې هيئت تحریر الشام (HTS) او د افغانستان د طالبانو تر منځ توپیر ويني. نوموړې وویل: "هيت تحرير الشام همکاره ښکاري. لوی توپیر له نورو سره دا دی چې دوی زموږ ملاتړ غواړي."
شولڅه د "پولیتیکو" مجلې ته وویل: "طالبان په ښکاره ډول پر ایدیالوژۍ چلېږي او د بهرني ملاتړ غوښتنه یې نه درلوده." د دغې آلمانۍ وزيرې په وينا دوی بې پروا نه دي، بلکې ګام په ګام مخته ځي. هغې وویل چې ځینې سرې کرښې هم شته، خو جزییات يې ور نه کړل.
وزیرې وویل چې د بشار الاسد رژيم له نسکورېدو وروسته د سوریې د بدلونونو په جوړولو کې د آلمان د حکومت لپاره یوه موقع شته. هغې زیاته کړه: "دا یو فرصت دی چې اوس موجود دی او موږ غواړو اغېز پرې ولرو چې دا بدلونونه پر سم لوري روان شي."
دغې آلمانۍ وزيرې د سوريايي کډوالو د بېرته ستنېدو د موضوع په اړه وویل: "هغه کسان چې زموږ په هېواد کې کار کوي او ښه ادغام شوي دي، هغوی به بېرته ونه شړل شي." هغې د سوریایي ډاکټرانو، نرسانو، او د ټرانسپورټ په برخه کې د متخصصینو یادونه وکړه.
نوموړې زیاته کړه: "هر هغه څوک چې غواړي خپل هېواد جوړ کړي، دا یو طبیعي حق دی چې هغوی بېرته ستانه شي. خو دا کار باید په سوریه کې د مناسبو شرایطو په موجوديت کې وشي." شولڅه ټینګار وکړ: "خو هېڅ ډول زور به پکښې نه وي."
د آلمان يو پلاوي په سوريه کې د هيئت تحرير الشام ډلې له استازو سره هم دغه اونۍ کتلي ول. په دې توګه نو آلمان د سوريې د دغې ډلې سره د خبرو لړۍ مخکې لا پېل کړېده.
له هغه وخت راهیسي (۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې) چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، په ځانګړي توګه يې پر ښځو باندې بندیزونو ته دوام ورکړی دی. د ډسمبر میاشتې پر ۳ نېټه یې ښځې د روغتياپالنې په برخه کې هم له زده کړو منع کړي دي.
انځور: Wakil KOHSAR/AFPطالبانو د نجونو او هلکانو پر يوځايي زده کړې بندیز ولګاوه او نارينه یې نجونو ته له زده کړو ورکولو منع کړل.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture allianceطالبانو د ښځو پر سپورت بندیز وضع کړ.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوې.
انځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance نجونې او ښځې په کابل پوهنتون کې له زده کړو څخه منع شوې.
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Imagesطالبانو د محرم پرته له هېواده دباندې د ښځو پر سفر بندیز ولګاوه.
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture allianceپوهنتونو ته د جنسيت پر بنسټ د جلا جلا ټولګيو لارښوونه وشوه.
انځور: AFP/Getty Imagesطابانو د تلویزیون ښځينه وياندویانو ته د مخ پټولو لارښوونه وکړه.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture allianceطالبانو ورزشي کلبونو او پارکونو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ بندیز اعلان کړ.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarتر امر ثاني پورې دولتي او شخصي پوهنتونونه ته د ښځو پر تګ بندیز اعلان شو.
انځور: MOHSEN KARIMI/AFPتر شپږم ټولګي وروسته نجونې شخصي کورسونو ته له تګ څخه هم منع شوې.
انځور: Majid Saeedi/Getty Imagesطالبانو په نړيوالو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
انځور: APښځې په بهرنيو غير دولتي موسسو کې په ښونیزو پروګرامونو کې له ونډه اخيستو څخه منع شوې.
انځور: DW/E. Mahdaviد طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو پر سينګارتونونو بندیز اعلان کړ.
انځور: AFPد طالبانو د روغتيا وزارت موسسو او پوهنیزو ادارو ته امر کړی دی چې ښځينه زده کوونکي دې نورې زده کړو ته نه ورپریږدي.
انځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance