د آلمان فدرالي پولیسو خبر ورکړی چې د آلمان پر پولو د پولیسو د کنټرول په نتیجه کې یوازې د اکتوبر په میاشت کې دغه هیواد ته د نژدې ۷۰۰۰ کسانو د داخلیدو مخه نیول شوې ده. دغه شمیر د تیرې سپتمبر میاشتې سره نیږدې برابر دي.
اعلان
د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې ۲۹مه) د آلمان فدرالي پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د آلمان پر پولو د فدرالي پولیسو د ګزمو او کنټرول په نتیجه کې دغه هیواد ته د ۶۸۸۹ کسانو له خوا د ناقانونه داخلیدو هڅه او مخنیوی شوی دی. د شمیرو له مخې، دغه شمیر تر دې د یوې میاشتې پخوا له شمیرو سره نیږدې برابرې دي.
د آلمان د فدرالي پولیسو د شمیرو له مخې د روان میلادي کال د مارچ او اګست میاشتو کې ۷۰۰۰ او ۷۸۰۰ داسې پیښې ثبت شوې چې پکې کسانو غوښتل په ناقانونه توګه آلمان ته داخل شي او فدرالي پولیسو یې مخه نیولې ده. د شمیرو په اساس، دغه کچه بیا په جنوري او فبروري میاشتو کې تر دې ټیټه وه یعنې په ترتیب سره ۶۹۰۶ په جنوري میاشت کې او ۵۹۹۸ په فبروري میاشت کې ثبت شوي دي.
تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه شمیر د روان کال په سپتمبر میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د هغې پریکړې نتیجه ده چې فدرالي پولیسو ته یې د آلمان د ټولو پولو د کنټرول د پراخولو دنده وسپارله. تر دې وړاندې، د آلمان فدرالي پولیسو یوازې له پولنډ، چیک جمهوریت، اتریش او سویس سره پر ګډه پوله په موقت ډول کنټرول او ګزمې کولې. له ډنمارک، بلجیم، هالند او لوکزامبورګ سره د پولو کنټرول د آلمان د حکومت تازه پریکړه ده چې د تیرې سپتمبر میاشتې راهیسې عملي کیږي.
آلمان او د دغه هیواد ټول ګاونډي هیوادونه د شینګن زون غړي هیوادونه دي او دا په دې معنی چې په دغه سیمه کې د تګ راتګ له پاره ویزې ته اړتیا نه وي او خلک کولی شي په آزاد ډول له یو هیواد څخه بل هیواد ته سفر وکړي. د شینګن د قوانین له مخې، غړي هیوادونه کولی شي په موقت ډول پر خپلو پولو کنترول عملي کړي.
د آلمان د پولو کنټرول د شپږو میاشتو له پاره په پام کې نیول شوی دی خو د تمدید امکان یې هم شته دی. د بیلګې په توګه د آلمان او اتریش پر پوله د فدرالي پولیسو کنټرول د ۲۰۱۵م کال په ترڅ کې معرفي شو خو د هغې مودې راهیسې لا هم ادامه لري.
اندريس برينکمن (Andreas Brinkmann) د ويزل ښار د ښوونځي مدير دی. د ښوونځي کارونه له همدې ځایه پيليږي. په ۲۰۱۶ کال کې دغه ښوونځي کې ۱۶۰۰ مهاجر شامل شول. په همدې کال ۱۹۰ تنو د بي آينس سندونه واخيستل.
انځور: DW/M. Karim Saleh
يوه فعاله او محبوبه سکرتره
مونيکا کلينګ (Monique Kling) ښوونځي کې سکرتره ده. هغه د خپل کاري مسئوليت له مخې د ښوونځي تر بل هر مسئوله زياته له مهاجرو سره په اړيکه کې وي. له همدې امله په مهاجرو کې محبوبه او مشهوره ده.
انځور: DW/M. Karim Saleh
هر څه په نظر کې نيول شوي دي
ښوونځی يوازې هغو مهاجرو ته د بس ټيکټونه ورکوي چې کورونه يې لږ ترلږه له ښوونځي څخه په حدود د ۳ کيلومترو لري وي. پاتې نور مهاجر تر ډیره بريده له بایسکلونو کار اخلي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
پرته له هر ډول توپيره
په ټولګيو کې تر څنګ د دې چې د مختلفو هيوادونو او اديانو پيروان څنګ په څنګ په ګډه درس وايي. د عمر او جنسيت د توپيرونو خبره هم په کې مطرح نده.
انځور: DW/M. Karim Saleh
ګروپي کارونه
پر زدکونکو عملي محاوره کول او ديالوګ د درسي پروګرامونه يوه مهمه برخه ده. دا د بي آينس ټولګی دی. د بې آينس سند په لرلو مهاجر ته ډير سهولتونه برابريږي. د ټولګي يو شمير زده کونکي نغواړي چې انځورونه يې واخيستل شي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
مهربانه ښوونکي
ښوونکې دايمند (Deimann) د خپلو زده کونکو له عملي کاره ننداره کوي. زده کونکي له هغې خوښ بريښي. دوی وايي د استادانو صمیمي او دوستانه رويې سبب ګرځي چې دوي تشویق او ښه زده کړه وکړي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
تر بي آينس وروسته
هغه مهاجر چې د بي آينس سند ترلاسه کړي يوه ګټه يې دا ده چې حکومت ورته د بي څوای يا بي دوه ټولګی هم برابروي. پله بې آینس پرته درسونه ډیر سختيږي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
مهمې ورځې
د ښوونځي عمومي مدير اندريس برينکمن يوازې په مهمو ورځو لکه د کلنې رخصتي اعلان او داسې نورو مناسبتونو کې ټولګېو ته راځي. هغه وايي يوازې د بي آينس ټولګي لپاره حکومت پر هر شاګرد ۲۰۰۰ يورو مصرفوي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
د ورځي ۱۵ ساعته تدريس
د ويزل ښار ښوونځي په ورځ کې درې وخته (سهار، ماسپښين او ماښام) صنفونه لري. هر صنف ۵ درسي ساعتونه لري.
تيودور او ملګری ېې ګريګوري (کيڼ لور) چې عمرونه يې پاخه دي وايي چې د ويزل ښار کې يې څو مياشتې درس وویل خو څه يې په کې زده نکړل. د ښوونځي مدير هم دا مني چې د پاخه عمر لرونکي د ځوانانو په پرتله ډیر وخت ته اړتيا لري تر څو آلماني زده کړي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
هم ثواب هم خرما
خو دا دواړه رومانيايي مهاجر بيا په دې خوښ دي چې په يو ساختماني شرکت کې کار کوي. ګريګوري وايي چې په ساعت لس يورو ورکوي چې دا ښې پیسې دي. دوي وايي چې دلته به د کار ترڅنګ رو رو ژبه هم زده کړي.
انځور: DW/M. Karim Saleh
په راډيو اوريدو او روابطو ټينګار
ښوونکې ماريا کرولي (Maria Caroli) پر خپلو زده کونکو تل ټينګارکوي چې يوازې ښوونځی ته په راتلو دې بسنه نکوي. هغه مهاجرو ته تل توصيه کوي چې هره ورځ کم له کمه دوه ساعته آلماني راډيوي پروګرامونه واوري.
انځور: DW/M. Karim Saleh
«له بې آینس پرته چانس هيڅ چانس نشته»
خو اندريس برينکمن بيا وايي که مهاجر غواړي چې آلمان کې تحصيل وکړي يا په اداراتو کې کار وکړي بيا د ژبې رسمي سنده لرل ډیر مهم ده. هغه وايي چې« له بي آينس پرته هيڅ چانس نشته». دی وايي تير کال يې ښوونځي کې ۱۶۰۰ تنه مهاجر شامل شول.
انځور: DW/M. Karim Saleh
د بي آينس سند يو څو ګټي:
برينکمن وايي د بي آينس په لرلو مهاجر کولای شي تحصيلات وکړي، دفترونو کې کار پيدا کړي، حکومت ورته په نورو اوچتو صنفونو کې د زدکړې وړيا شرايط برابروي او تر ټوله لويه ګټه يې دا ده چې ډیر امکان يې شته چې حکومت د مهاجر د اقامې وخت « ډیر» زيات کړي. چمتو کونکی: محمد کريم صالح