1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پولیسو له کوچنیانو د جنسي گټې اخیستنې پلتفورم بند کړ

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

د آلمان پولیسو په «دارک نټ» کي له کوچنیانو څخه د ناوړه جنسي گټې اخیستنې پر یوه پلتفورم باندي بریالي عملیات کړي دي. اوه شکمن کسان نیول سوي دي. د نوردراین ویستفالن ایالت داخله وزیر د یوه« فوق العاده بري» خبره کړې ده.

Symbolfoto Pornografie l Kindermissbrauch l Darknet l Kriminalität
انځور: Stockfotos-MG/Zoonar/picture alliance

په ټول آلمان کي له کوچنیانو څخه د ناوړه جنسي استفادې په وړاندي تر پراخو عملیاتو وروسته، په «دارک نټ» کي چي په سلونو زره کاروونکي یې درلودل، د کوچنیانو د پورنوگرافي یو پلتفورم له انترنت څخه لیري کړای سو.

د جرمني  د نوردراین ویستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت رویل، په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي دغه پلتفورم له ۲۰۱۹ م کال راهیسي د پدوفیلیاو یا «له کوچنیانو څخه د جنسي گټې اخیستنې» د علاقمندانو له پاره یو بازار وو.

رویل زیاته کړه چي دغه قضیه «په حیرانوونکې ډول لویه ده». د هغه په خبره  دا «په تیاره کي په خپل ډول کي تر ټولو اوږدمهاله پلتفورمونه وه» او د هغوی د کاروونکو شمیر سلونه زرو کسانو ته رسیده.

په نیونه کي د پلتفورم رهبري

د دغې قضیې سره په تړاو ۷ کسان په تحقیقي بند کي دي. هغوی په دې تور چي د یوه سازماندهي سوي بانډ په شکل یې، د کوچنیانو د پورنوگرافي محتوا خپره کړې، تر پلټني لاندي نیول سوي دي. د پلټنو هیئت په دارک نټ کي هغوی د دغه پلتفورم «اصلي عاملین» بولي. په دغه پلتفورم کي به له کم سنه نجونو څخه د ناوړه جنسي  استفادې ویډیو گاني او تصویري فایلونه خپریدل. 

په شکمنو کسانو کي له نوردراین ویستفالن ایالت څخه ۴۵ او ۵۶ کلونو په عمر دوه نارینه، له شلیزویگ هولشټاین ایالت څخه یو ۶۲ کلن، له باډن وورتمبرگ ایالت څخه یو ۶۱ کلن، د نیدرزاکسن ایالت څخه یو ۶۲ کلن، له راینلند فالتڅ ایالت څخه یو ۶۹ کلن او لهبایرن  ایالت څخه یو ۴۵ کلن شامل دي.

د دغه پلتفورم د مشرتابه د ټیم د نورو غړو پر وړاندي له آلمان  څخه بهر د نړیوالو چارواکو پلټنې لا ادامه لري. د پلټنې کمېسیون مشر کای آرنه گایلر«وویل چي په نړۍ کي هیڅ کومه قاره نسته چي (له دغه پلتفورم څخه) به اغیزمنه سوې نه وي.»

کیڼ اړخ ته : د نوردراین ویستفالین ایالت د کورنیو چارو وزیر د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کیانځور: Oliver Berg/dpa/picture alliance

په ټول آلمان کي تفتیش او لټون

د سپتمبر مياشتي په پای کي د جرمني په شپږو ایالتونو کي د نوردراین ویستفالن ایالت د دویسبورگ ښار د پولیسو په مشرتوب، د تفتیش او لټون عملیات پیل سول. پلټونکي په دې وتوانیدل چي ډېر شواهد پيدا کړي. په مجموعي ډول ۱۵۱۷ دستگاوي، لکه لپ تاپ او گرځنده تلیفونونه ضبط سول. ۹۴ غټ کارتنونه یوازي په ضبط سوو ډي وي ډي او کستونو ډک سول.

لا هم سړی نه سي کولای د ټولو ارقامو د اندازې اټکل وکړي. د نوردراین ویستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر وویل چی یوازي د یوه تورن کس په کمپیوټر کي ۱۳،۵ تیرابایت ارقام باید وارزول سي چي له ۳،۴ میلیونو عکسونو سره برابردي.

GP/NZ/Hündgen, Charlotte

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب