«د مهاجرو د کورنۍ غړو ته دي د راغوښتلو امکانات زیات شي»
۱۳۹۹ اسفند ۱۳, چهارشنبه![Symbolbild | Deutschland Familiennachzug](https://static.dw.com/image/55223056_800.webp)
په آلمان کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د کليدي مسائلو په اړه مقاله کې ليکلي دي چې لږ تر لږه د منل شوو مهاجرو د کورنۍ مهمو غړو ته دي د راتګ اجازه ورکړل شي.
په آلمان کې د نوموړي سازمان استازۍ کاترینا لومپ، وویل: «کله چې د مهاجرو کورنۍ د کلونو له پاره یو له بله جلا وي او اکثره وخت د خپلو عزیزانو په اړه ویره ولري او اندیښمن وي، نو ادغام په ښه توګه صورت نه شي نیولی.» د کاترينا لومپ په خبره «د تعقیب اوږده او پيچلي پروسه د هیڅ چا په ګټه نه ده.»
په عین وخت کې لومپ له آلمان څخه د کډوالو د حفاظت په برخه کې په نړیواله کچه د یوه مخکښ هیواد په توګه ستاېنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې آلمان د پناه غوښتونکو د منلو او د بشري مرستو د یوه مهم تمویلونکي په توګه نړیوال اعتبار لري.
یو ان اچ سي آر په ځانګړي توګه له ۲۰۱۵م کال راهیسې د بحراني هیوادونو لکه سوریې، افغانستان او عراق څخه د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې د آلمان ستاېنه وکړه.
د آلمان پارلماني ټاکنو ته په کتلو سره نوموړي سازمان د مهمو مسائلو په راپور یا مقاله کې لیکلي دي: «دا د سیاسي ګوندونو او نوماندانو په لاس کې ده چې په آلمان او اروپا کې د مهاجرت د لا زیات ښه سیاست له پاره مخته شي.»
د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون چې ۷۰ کاله مخکې لاسلیک شوی دی، لاسلیک کوونکي هیوادونه لکه آلمان، د مهاجرو پر حفاظت مکلف کوي «په تیرو څو کلونو کې د مهاجرت په سیاست کې د کډوالۍ حرکتونو د مدیریت مسئله او ډېر وختونه به د ناوړه استفادې پر وړاندې د مبارزې پر اړخونو او د خطر د مخنیوي په هکله موضوعاتو تمرکز کیده.»
مهمه ده چې په آلمان کې د مهاجرت د حفاظت په برخه کې پر لاسته راوړنو قوي بحث وشي لکه د رضاکارانو مرستې او همکارۍ ته اړتیا ده.«ګوندونه دلته په خپل ټاکنیز کمپاين کې ځانګړی مسئولیت لري.»
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په دې وروستیو کلونو کې د اروپا د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو د نه رامنځته کیدو خبرداری ورکړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز