1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر د کرسمس په وينا کې د يووالي غږ وکړ

بريښنا صابر | د دويچه ويله سرچينې، ډي پي ای، کی ان ای
۱۴۰۳ دی ۴, سه‌شنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاينماير د کرسمس په مناسبت په خپله دودیزه وينا کې، له آلمانانو څخه د کرکې پر ضد د يووالي غوښتنه کړې ده. نوموړي په ماګده بورګ کې د برید او راتلونکو ټاکنو يادونه هم وکړه.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير
نوموړي وويل چې هغه پر ننګونو سربیره د هېواد پر ديموکراسۍ او اساسي قانون باندې باور لري چې په ۱۹۴۹م کال کې نافذ شوی وو.انځور: Annegret Hilse/Reuters/Pool/dpa/picture alliance

د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شټاينمایر، د کرسمس يا عيسوي اختر په مناسبت په خپله دودیزه وينا کې په هېواد کې د تازه پېښو په اړه له خلکو څخه د متحد پاتېدو غوښتنه وکړه.

شټاينمایر، په خپله وينا کې چې متن یې د چهار شنبې په ورځ تر نشريدو دمخه د سې شنبې په ورځ خپور شوی، د آلمان په لوېدیځ کې په پراته ښار ماګده بورګ کې د کرسمس پر بازار د خونړي بريد يادونه هم وکړه. 

هغه وويل: «پر دې کرسمس يو تور سيوری غوړېدلی دی.» نوموړې زياته کړه چې «موږ یې يوازې تصور کولی شو» چې د قربانيانو پر کورنيو به زړه ته د نږدې کسانو له لاسه ورکولو وروسته څه تيريږي.»

شټاينمایر، وويل: «تاسې په خپل دې درد کې يوازې نه ياست. د ټول هېواد وګړي ستاسې درد احساسوي او تاسې ته تسليت وایي.» ولسمشر تر بريد وروسته د پوليسو او طبي عملې هلي ځلي وستايلې.

د کریسمس پر بازار برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي

01:58

This browser does not support the video element.

پر ټولنه د بريد د اغیزو په اړه څرګندونو په ترڅ کې د آلمان ولسمشر آلمانانو ته وويل چې هغوی بايد د ويش ښکار نه شي او يووالی څرګند کړي.

هغه وويل چې «کرکه او تشدد بايد زموږ وروستي کليمات نه وي. راځئ دې ته اجازه ور نه کړو چې سره بېل شو. راځئ چې يوځای ودريږو.»

په آلمان کې لهجه «ترخه» شوې ده

ولسمشر شټاينمایر، په منځني ختیځ کې د روانو جګړو، پر اوکراين باندې د روسیې د اشغال او په آلمان کې د عمومي ټاکنو چې د ۲۰۲۵م کال په فيبرورۍ مياشت کې ترسره کیږي، يادونه وکړه.

شټاينمایر، وويل: «د سیاست، کاروبار، تر حده ډېرو دولتي قوانينو او مقرراتو او بې عدالتۍ په اړه ډېره ناخوښي موجوده ده.» د هغه په خبره یې پایله دا ده چې «په ورځني ژوند کې زموږ په هېواد کې لهجه کلکه شوې ده او ځيني وخت خو مخالفانه وي.»

اړونده موضوع: په آلمان کې د کرسمس بازار د برید وروسته غوسه‌ناکې پوښتنې

نوموړي وويل چې هغه پر ننګونو سربیره د هېواد پر ديموکراسۍ او اساسي قانون باندې باور لري چې په ۱۹۴۹م کال کې نافذ شوی وو.

شټاينمایر، وويل: «ډېرې ننګونې شته چې موږ یې بايد مقابله وکړو. موږ په دې اړه هم باید څرګندې خبرې وکړو چې څه ناسم دي... په تېره بيا، موږ بايد په دې اړه وغږيږو چې څه ته په سملاسي توګه اړتيا ده.»

د شتاين مایر په حواله د آلمان د «ائتلافي حکومت له منځه» تلل «د نړۍ له منځه تللو معنا نه لري.»

نوموړي د هيواد ځوانانو ته پيغام ورکړ او ویې ويل چې «تاسې ته اړتيا ده او په ډېرو څانګو کې خو درته ډېره شديده اړتيا ليدل کيږي.»

شټاينمایر زياده کړه چې د آلمان ځوانان «د خپل ژوند لاره خپله جوړولی شي او جوړه به یې هم کړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل