1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د آلماني سرتیرو له پاره حفاظتي اقدامات زیاتیږي

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

د آلمان د دفاع وزیرې ویلي دي چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ماموریت تر غځول کیدو وروسته د طالبانو د ګواښونو په پام کې نیولو سره باید په دغه هیواد کې د آلماني سرتیرو د حفاظت شرایط لا زیات بهتره شي.

Afghanistan l Kramp-Karrenbauer bei deutschen Soldaten
انځور: Sabine Oelbeck/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د دفاع وزیري انه ګریت کرامپ کارنباور، د شنبې په ورځ د RND شبکې ته ویلي دي چې له لوړپوړو پوځي چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته یې د طالبانو د ګواښونو په غبرګون کې په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د حفاظتي اقداماتو د لا زیاتولو امر کړی دی.

د آلمان د دفاع وزیرې وویل چې د دغه هیواد د عسکرو پر وړاندې د طالبانو له خوا د بریدونو د «ستر ګواښ» اټکل کوي: «طالبانو واضحه کړې ده چې که د لویدیځ ځواکونه له اپریل میاشتې وروسته هم په هیواد کې پاتې شي، نو بیا دوی ځانونه د دوحې موافقتنامې ته پابند نه ګڼي.» دا په دې معنی چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالی او بریدونه له سره پلان کړي.

کارنباور وویل: «مونږ دا خبره ډیره جدي نیسو او له همدې امله مونږ په دوامداره توګه په افغانستان کې له خپلو سرتیرو سره په تماس کې یو». نوموړې زیاته کړه:«تقویه کونکي ځواکونه، اضافي وسلې، تجهیزات او مرمۍ به ډیر ژر سیمې ته انتقال کړای شي.»

د آلمان د دفاع وزیرې اعلان وکړ «زمونږ د ښځينه او نارينه عسکرو حفاظت مونږ ته د لوړې کچې لومړيتوب لري.»

د آلمان پارلمان تیره اونۍ په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت غوځولو پریکړه وکړه. دغه ماموریت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر لومړۍ نیټې پورې غځول شوی دی.

په اوس وخت  کې۱۱۰۰ آلماني سرتیري د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي. دا چې د ناټو ماموریت برخلیک به څنګه کیږي تر اوسه پورې نه ده څرګنده.

د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په مشرۍ حکومت ژمنه کړې وه چې د اپریل میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. خو د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت تر اوسه پورې په دې اړه مثبت سګنال نه دی ښودلی.

د آلمان د دفاع وزیرې د RND خبري شبکې ته ویلي دي چې د هغې هدف له افغانستان څخه (له خپلو متحدینو سره یوځای) په منظم ډول وتل دي.

د هغې په خبره د افغانستان په شخړه کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ سوله ایزه حل لاره مهمه ده. نوموړۍ زیاته کړه «حتمي نه ده چې الماني ځواکونه دې د ۲۰۲۲م کال تر جنورۍ پورې» په افغانستان کې پاتې شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن. ص