1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مالي کي ۱۲ آلماني عسکر ټپيان سوي دي

۱۴۰۰ تیر ۵, شنبه

په مالي کي د یوه ځانمرګي برید په ترځ کي ۱۳ شین خولی عسکر ټپيان سوي، چي ۱۲ یې آلماني دي. ویل کیږي، چي هغوی به همد انن جرمني ته را انتقال سي.

Mali | UN Minusma Mission | Soldaten der Bundeswehr
انځور: Alexander Koerner/Getty Images

د جرمني د خبري آژانس، dpa په حواله دغه آلماني عسکر امکان لري کولون او یا هم شټوټګارت ته پرواز وکړي. دغه عسکر پرون جمعه د یوې ځانمرګي حملې په ترڅ کي زخمیان سول، چي د جرمني د دفاع د وزیري، کرمپ کارنباور په حواله درې یې سخت ټپيان دي. د زخمي سوو عسکرو دریم تن یې بلجیمی دی.

پر شین خولیو عسکرو باندي دغه ځانمرګی برید د ګاؤ د ښار په شمال شرق کي د پرتې سیمي په ۱۸۰ کیلومترۍ کي صورت نیولی دی، چیری چي آلماني عسکر مستقر دي.

د جرمني د دفاع وزیره، کرمپ کارنباور انځور: Henning Kaiser/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتو د ماموریت په چوکاټ کي په مالي کي ۹۰۰ آلماني عسکر ځای پر ځای دي.

په همدې حال کي د جرمني د چپي ګوند سیاستمدار، ګریګوري ګیزي د غربي افریقا د دغه هیواد څخه د آلماني عسکرو د راوتلو غوښتنه وکړه. هغه د آلمان خبري آژانس، dpa ته ویلي چي د اوله سره دغه ماموریت غلط ؤ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب