څېړنه: ډير افغانان په آلمان کې د تبعيض احساس کوي
۱۴۰۳ مهر ۲۶, پنجشنبهویل شوي دي چې د ۲۰۲۳ د نوامبر او ۲۰۲۴م کال د اپريل میاشتو ترمنځ کابو ۱۹۰۰ افغانان آلمان ته راغلي دي.
د ادغام او مهاجرت د متخصيصنيو شورا دې څېړنې موندلې ده چې د نبسي بې وزلۍ او مشارکت ترمنځ څرګنده اړيکه موجوده ده.
د دې څېړنې پر اساس اغیزمن کسان چې خپل مالي وضعيت غير ډاډمن ارزوي، اکثراً د تبعيضي چلند احساس کوي. څېړنه وايي هغوی چې له آلمانانو سره ډېر لږ تماس لري، وايي چې له ډېر هرکلي سره نه دی مخامخ او له دې هېواد [آلمان] سره د خپلوالي ډېر احساس نه کوي.
خو څېړنه وايي هغه چې اقتصادي وضعيت یې ښه دی، ځان په دې هېواد پورې تړلي احساسوي.
د متخصيصينو شورا غړي له دې امله لارښوونه کوي چې شرکتونه او سیاست باید د مسلکي پيژندنې په برخه کې خپلې هلې ځلې لا پسې پراخې کړي.
د دې شورا د څېړنو د برخې مشر ين شنايدر، وايي: «په تېره بيا په دې وروستيو کې را کډوال شوي افغانان په مقايسوي توګه ښه روزل شوي او مسلکي تجربه هم لري.»
د څېړنې پر اساس په ۲۰۲۳م کال کې څه نا څه ۴۱۹ زره را کډوالو شويو افغان ښځو او نارينه وو په آلمان کې ژوند کاوه. د دوی اکثره یې د پناه غوښتونکو په توګه آلمان ته داخل شوي دي.
د دې څېړنې پر اساس په داسې حال کې چې ډېر افغانان داسې احساس کوي چې د آلمان په ټولنه کې منل شوي او ځان د خپل نوي وطن برخه ګڼي، د پام وړ شمير یې بيا له پراخو ټولنیزو اړيکو برخمن دي.
د کورنۍ د غړيو الحاق د هغو افغانانو له پاره چې د کورنۍ نږدې غړي یې ترې جلا دي، د دې کډوالو د ژوند د تر ټولو سترو ننګونو څخه شمیرل کیږي.
ب.ص/ ن.ز (KNA)