1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ولسمشر څخه د افغانانو له پاره د لاس په کار کیدو غوښتنه

بريښنا صابر | اي پي ډي
۱۴۰۴ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د آلمان يوه عیسوي ديني عالم د افغان سيمه ایزو کارکوونکو سره چې په پاکستان کې منتظر دي، د آلمان د حکومت پر چلند سختې نيوکې کړي او هغه یې د خپلې ژمنې په ماتولو تورن کړی دی.

آرشيف انځور: د آلمان هانور ښار ته د يو شمیرافغانانو د رسېدو صحنه
دمګړۍ کابو ۱۸۰۰ افغانان په پاکستان کې منتظر دي څو آلمان ته سفر وکړای شي. انځور: Michael Matthey/AFP

د آلمان د لايپڅيګ ښار د پروتستانت کلیسا يوه ديني کارپوه کرستيان وولف، د يوه پرانيستي ليک له لارې د آلمان له ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير، څخه غوښتنه کړې ده چې د دغو افغانانو له پاره دې لاس په کار شي.

دغه ديني کارپوه له شتاين ماير، څخه غوښتي دي چې د افغان سيمه ایزو کارکوونکو او بشري حقونو د فعالانو د منل کيدو له پاره دې هلې ځلې وکړي.

اړونده موضوع: د آلمان له حکومت څخه د ۲۵۰ ټولنو غوښتنه؛ په پاکستان کې متنظر افغانان راانتقال کړئ!

په دغه ليک کې راغلي دي چې اغیزمنو کسانو ته د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته آلمان ته د راتګ او دلته د منل کیدو ژمنه ورکړل شوې وه، خو د آلمان برحاله حکومت غواړي چې په دې اړه پر هر څه ستړګې پټې کړي.

وولف، په دې مورد کې د آلمان د ولسمشر «څرګنده مداخله» مناسبه بولي او غوښتنه یې کوي. د دغه ديني کارپوه په خبره را روان کرسمس يوه ښه موقع ده څو «د آلمان حکومت د خپلې پريکړې سمولو ته وهڅول شي.»

پاکستان؛ جرمني ته د تګ په هیله په ډار او ویره کې ژوند

03:44

This browser does not support the video element.

کرستيان وولف، همدا راز وويل چې دا پوښتنه چې آلمان له هغو کسانو سره چې يو وخت په افغانستان کې د دوی په خدمت کې ول، او يا یې هلته د بشري حقونو له پاره مبارزه کړې وه، څرنګه چلند کوي، د دغه هېواد د اعتبار له پاره پريکړنده ده.

 «له ژمنې څخه ښکاره سرغړونه»

دمګړۍ کابو ۱۸۰۰ افغانان په پاکستان کې منتظر دي څو آلمان ته سفر وکړای شي. وولف، د آلمان پر حکومت «له خپلې ژمنې څخه د ښکاره سرغړونې» تور ولګاوه. نوموړي وويل چې سيمه ایزو افغان کارکوونکو په يوه ستونزمن سیاسي وضعيت کې د آلمان د اساسي قانون د بنسټیزو ارزښتونو پر اساس ژوند کړی دی.

هغه وويل چې اوس دغه انسانان چې آلمان ته د راتګ په تمه ناست دي، له پاکستان څخه د اخراجيدو له ګواښ سره مخامخ دي. وولف، خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې به هغوی د طالب واکمنو له خپل سريتوب سره مخامخ شي.

د آلمان حکومت په تیرو ورځو کې هغو ۶۵۱ افغانانو ته د رد جواب ورکړی دی چې د آلمان له خوا د منلو پروګرام په چوکاټ کې یې دغه هیواد ته د تلو په تمه په پاکستان کې انتظار ایسته.

همدا راز په تیرو میاشتو کې د آلمان حکومت د هغو کسانو یوې برخې ته چې په پاکستان کې آلمان ته د تگ په تمه دي، د نغدو پیسو د ورکولو وړاندیز هم وکړ، په دې شرط چې د منلو له پروگرام څخه تیر سي. خو یوازې لږو کسانو دغه وړاندیز منلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل