«آلمان د کابو زرو افغانانو د منلو ژمنې لغوه کړي»
۱۴۰۴ دی ۱, دوشنبه
د آلمان د حکومت د بشري حقونو ځانګړي استازي لارس کستېلوچي، د آلمان له لوري د منل کيدو ژمنې لرونکو افغانانو سره د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.
د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سره تړاو لرونکي د پارلمان دغه غړي د کاتوليکي خبري آژانس (کی ان اې) سره په خبرو کې وويل په داسې حال کې چې په راتلونکو ورځو کې په سلګونو افغانان آلمان ته پر سفر حساب کولی شي، د کابو ۱۰۰۰ کسانو د منل کيدو ژمنې لغوه کړل شوي دي.
اړونده موضوع: دوبرينت: په جنورۍ او فبرورۍ کې آلمان ته د افغانانو راتگ امکان لري
د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت، تېره اونۍ ویلي ول چې نور کابو ۵۳۵ افغانان په آلمان کې پر منل کيدو حساب کولی شي.
دا هغه کسان دي چې د آلمان د حکومت د منل کيدو د ځانګړي فدرالي پروګرام له لارې منل شوي او همدا راز د آلمان د پوځ د پخواني سيمه ایز کارکوونکي او د هغوی کورنۍ پکې شاملې دي او د طالبانو له لوري د ګواښ سره مخامخ دي.
د منل کيدو په نورو پروګرامونو کې شامل افغانانو ته بيا برعکس آلمان ته د راتللو اجازه نه ورکول کيږي.
د آلمان حکومت د بشري حقونو استازي وويل چې دغه ټول کسان له يو ډول وضعيت سره مخامخ دي. نوموړي زياته کړې: «دوی آلمان ته د سفر په تمه خپله ټوله شتمني پر شا پريښي وه او له کلونو راهېسې یې په پاکستان کې تر ډېرو حساسو شرائطو لاندې ژوند کاوه، هغه ځای چې دوی اوس هلته نور نه زغمل کيږي.»
پاکستان اعلان کړی دی چې د منل کيدو د پروګرامونو سره تړاو لرونکي کسان چې له اوږدې مودې راهېسې په دغه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي، د روان میلادي کال تر ختمیدو وروسته به بیرته خپل هېواد ته واستول شي.
لارس کستیلوچي، وويل چې په دې کسانو کې یې اکثريت ښځې او ماشومان دي او هغه هېواد ته د اخراجیدو له ګواښ سره مخامخ دي چېرې چې یې کابو ټول حقونه تر پښو لاندې دي. نوموړي زياته کړه: «که چېرې په آلمان کې نه شي منل کيدلی نو بايد د آلمان حکومت لږ تر لږه له هغو هلو ځلو ملاتړ وکړي څو یې يوه خوندي دريمګړي هېواد ته ليږد ممکن شي.»
اړونده موضوع: راپور: پاکستان کې له ۶۰۰ ډېر آلمان ته د تلو په تمه ناست افغانان نیول شوي
تر دې دمخه د بشري حقونو دغه استازي ويلي ول چې دا د منل کيدو ژمنه لرونکي د افغانانو يو کوچنۍ ډله ده «چې په اړه یې د مهاجرت په هکله يو نظرياتي بحث روان دی.» نوموړي زياته کړې: «په آلمان کې د هغوی منل به يو مناسب ګام وي.»