د «ډېر شپيګل» مجلې په حواله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حساب کوي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې هر اونۍ کابو ۲۰۰ افغانان د پاکستان له لارې را وباسي. د مجلې په حواله دغه معلومات یې د آلمان د کورنيو چارو وزارت له يوې داخلي اعلاميې څخه ترلاسه کړي چې اړوندو ادارو ته ليږل شوې ده.
د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کيدو وروسته د تخلیې په عملياتو کې چې دوې اونۍ يې دوام وکړ، تر ۵۰۰۰ ډېر انسانان را انتقال کړل.
خو له خطر سره مخامخ په زرونو افغانانو ونه شو کړای له دغه هيواده ووځي چې د آلمان د پوځ پخواني کارکوونکي، خبريالانې او خبريالان پکې شامل دي.
آلمان: د ځوانانو مسافرخانې افغان کډوالو ته دروازې پرانيزي
د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د آلمان پوځ د ماموريت تر پای وروسته به له خطر سره د مخامخ کسانو د انتقالولو له پاره هلې ځلې کوي.
هغه افغانان چې اوس به د پاکستان له لارې آلمان ته انتقاليږي، د رپوټ په حواله د سيمه ایزو کارکوونکو په نوملړ کې او يا له خطر سره د مخامخ کسانو په توګه د بهرنيو چارو وزارت په ليستونو کې شامل دي. زياته شوې ده چې په دې کسانو کې د آلماني سازمانونو سره تړاو درلودونکي ښځينه او نارينه فعالان شامل دي.
ب. ص/ ن. ز (EPD)
زموږ له آرشيف څخه:
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند
په افغانستان کې د طالبانو له لوري په دراماتیک ډول د واک پر نیولو سربیره، ورځنی ژوند روان دی. خو ورځ تر بلې ژوند د تغیر په حال کې دی، په ځانګړي ډول د ښځو له پاره. انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS له افغانستان څخه خپریدونکي انځورونه او ویډیوګانې په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ښيې، لکه د هرات په دغه رستورانت کې، چې مشتریانو ته هرکلی ویل کیږي. خو د پخوا په پرتله د پام وړ یو بدلون تر سترګو کیږي: د میزونو شا او خوا یوازې نارینه لیدل کیږي چې زیاتره یې دودیز کالي اغوستي وي او د ځینو یې پګړۍ پر سر وي. په ښارونو کې د ښځو شمیر ډیر کم شوی.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS د نجونو او هلکانو د صنفونو جلا کیدل د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې یوې پردې دغه محصلین سره جلا کړي دي. د جنسیت له مخې جلا والی دلته یوه رسمي پالیسي ده او ښایي لا پسې پراخه شي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي څو ورځې مخکې په کابل کې وویل: «په ګډو صنفونو کې زده کړه له یوې خوا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده او له بلې خوا د افغانانو د ملي، فرهنګي او عنعنوي ارزښتونو سره په تضاد کې ده.»
انځور: AAMIR QURESHI AFP via Getty Images د ائتلافي ځواکونو تر شل کلن حضور وروسته هغه حقوق چې ښځو ترلاسه کړي وو ژر له منځه ولاړل. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال په خبره د ښځینه ورزشکارانو له پاره به سپورت منع شي.
انځور: WANA NEWS AGENCY/REUTERS طالبانو هر لوري ته د تالاښۍ پوستې جوړې کړي دي. خلک په وسلو سمبال طالبانو څخه اندیښنه لري او له دې کبله غواړي د امکان تر حده د چا د پاو وړ و نه ګرځي. غربي لباس ډیر کم تر سترګو کیږي او په درنو وسلو سمبال کسان زیات ليدل کيږي.
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance په کابل کې هغه کارګر چې په ورځني مزد کار کوي، د یوه سړک پر غاړه په دې تمه دي چې یو څوک یې کار ته بوځي. افغانستان چې د طالبانو تر ولکې دمخه يې هم اقتصادي وضعيت کمزوری وو، اوس د اقتصادي سقوط او لا زیاتې بې روزګارۍ سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په راتلونکو میاشتو کې زیات انسانان بې وزلي ګواښي.
انځور: Bernat Armangue/dpa/picture alliance د بشري حقونو له پاره مبارزه له افغان مېرمنو سر پر بې رحمانه سرکوب سربیره هغوی بیا هم د خپل تعلیم، کار او مساوي حقوقو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبر ورکړی دی چې سوله ایز لاریونونه هم د تاوتریخوالي ډک چلن سره مخامخ کیږي. طالبانو مظاهره کوونکي په لښتو او درو وهلي او فیرونه يې پرې کړي دي چې تر اوسه د څلورو کسانو د وژل کیدو او نور ډېرو د ټپيانيدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: REUTERS له بل لوري دغه ښځې وایي چې دوی د طالبانو له نویو مقرراتو څخه راضي دي. دغه ښځې چې د طالبانو امنیتي کسانو بدرګه کولې، د طالبانو له چلن څخه بشپړ رضایت ښکاره کاوه. د دغو لاریون کوونکو په خبره هغه میرمنې چې له هیواده وځي د دوی استازیتوب نه کوي او په دې باور دي چې اسلامي قوانین د هغوی خوندیتوب تامینوي.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images د طالبانو ضد لاریونونو برعکس دا ځل د هغوی [طالبانو] په پلوۍ لاریون ته خبریالان هم وربلل شوي ول. ځینې هغه خبریالان چې د طالبانو ضد لاریونونو ته یې خبري پوښښ ورکاوه د طالبانو له خوا له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو. دا د بدلیدونکي وخت په ځانګړې توګه د ښځو له پاره یو روښانه نښانه ده.
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images