1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان قاضي آلمان ته د راتګ له پاره د اقامې دعوا کړې

بريښنا صابر | اي پي ډي
۱۴۰۴ مهر ۸, سه‌شنبه

د افغانستان يوه پخواني قاضي چې د آلمان حکومت له لوري ورته د منل کيدو ژمنه ورکړل شوې وه، د آلمان د اساسي قانون په محکمه کې یې عريضه کړې ده. هغه غواړي چې له خپلې کورنۍ سره يوځای آلمان ته د سفر اجازه ترلاسه کړي.

په کالسروهه کې د آلمان د اساسي قانون د ساتنې محکمې ودانۍ
د افغانستان يوه پخواني قاضي چې د آلمان د اساسي قانون په محکمه کې یې عريضه کړې ده.انځور: Uli Deck/dpa/picture alliance

د «آزادۍ د حقونو» په نوم یوې برلين مېشتې ټولنې د سې شنبې په ورځ وويل چې د دغه پخواني قاضي هدف دا دی چې يوه موقتي ویزه ورکړل شي څو هغه او کورنۍ یې وکولی شي آلمان ته سفر وکړي.

اړونده موضوع: «په لسونو نور افغانان هم آلمان ته انتقال سول»

د معلوماتو په حواله قاضي د آلمان تر ټولو لوړې محکمې ته په مراجعې سره د باور پر ساتنې تکيه کوي ځکه چې د آلمان حکومت هغه ته تر دې دمخه د منل کيدو ژمنه ورکړې ده.

دغه پخوانی قاضي د هغو کسانو له ډلې څخه يو دی چې د آلمان حکومت ورسره په افغانستان کې په دويم ځل واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ژمنه وکړې وه چې دوی ته به په آلمان کې پناه ورکړل شي.

د آلمان حکومت يو شمیر پروګرامونه پر لاره اچولي ول چې له لارې یې د آلمان د پوځ پخواني سيمه ایز کارکوونکي او هغه کسان چې له آلماني موسسو سره یې دنده ترسره کړې وه او همدا راز نور کسان چې د ديموکراسۍ او بشري حقونو له پاره هلې ځلې کړې او يا د قانون پر بنسټ د ولاړ دولت برخه ول، آلمان ته را انتقالول.

خو د آلمان د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات ګوندونو له ائتلاف څخه جوړ حکومت دغه پروګرامونه تر پوښتنې لاندې راوستل، د افغانانو منل یې ودرول او د ورکړيو ژمنو په اړه یې شکونه څرګند کړل چې ګواکې الزامي نه دي.

آلمان ته له اسلام آباده د افغانانو وروستی پرواز

03:37

This browser does not support the video element.

خو په دې وروستيو کې د آلمان د اداري محکمې د تازه پريکړو پر اساس يو شمیر کسانو وکولای شول آلمان ته سفر وکړي.

خو دې قاضي د برلين – براندنبورګ په لوړې اداري محکمه کې خپله قضیه له دې کبله بایللې وه چې دغه قاضي د آلمان د منلو د څلورو پروګرامونو څخه یې د يوه په ترڅ کې (Überbrückungsliste) يعني د بشري حقونو د فعالانو يا د پخواني حکومت د کارکوونکو له پاره د ځانګړي شوي پروګرام په ترڅ کې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې وه. محکمې دغه پروګرام يا په اصطلاح نوملړ د حقوقي پلوه د منل کيدو د فدرالي پروګرام څخه بل ډول درجه بندي کړی دی.

اړونده موضوع: د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو له پاره د افغانانو حقوقي دعوې

د آزادۍ د حقونو له پاره ټولنې د معلوماتو په حواله ياد قاضي په افغانستان کې د طالبانو غړي په جزا محکوم کړي. نوموړی وايي چې پلار یې له يوه داسې کس له خوا وژل شوی چې په جزا محکوم شوی وو. د معلوماتو په حواله نوموړی آلمان مکلف ګڼي چې خپلې ژمنې عملي کړي ځکه په خبره یې د آلمان پر وعده یې باور کړی او خپل کور او شتمني یې پلورلې او پاکستان ته تللی دی، هغه ځای چېرې چې د منل کيدو پروسه ترسره کيږي.  

د آزادۍ د حقونو ټولنې په حواله که چېرې نوموړی بیرته افغانستان ته اخراج شي نو د طالبانو له لوري به له خطر سره مخامخ شي.

شا او خوا ۲۰۰۰ هغه کسان چې د آلمان له لوري ورته د منل کيدو ژمنه ورکړل شوې ده اوس هم په سيمه کې دي. د هغوی امنيت له خطر سره مخامخ دی ځکه پاکستان له دوبي راهېسې افغانستان ته د اخراجونو لړۍ پېل کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل