1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان عسکر په افغانستان کي پاتيږي

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

د آلمان عسکر د نورو لسو میاشتو له پاره په افغانستان کي پاتيږي. دمگړی تر امريکا وروسته آلمان په افغانستان کي ډیر عسکر لري.

Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ مياشتي تر لومړۍ نیټې پوري په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت تمديد کړ. د پارلمان په دغه رای اخيستنه کې ۴۳۲ وکیلانو مثبته ، ۱۷۶ منفي او ۲۱ ممتنع رایی ورکړې. ددغه پرېکړه لیک له مخي به د آلماني عسکرو شمیر بیا هم تر ۱۳۰۰ زیات نه سي.

آلماني عسکر د افغانستان په شمال کي د ناټو له پنځو اډو څخه د یوې اډې مسؤلیت پر غاړه لري. په اوس وخت کي څه ناڅه ۱۱۰۰ آلماني سرتیري هلته موجود دي. آلمانی پوځ تر امریکايي ځواکونو وروسته چي د خپلو ځواکونو تر ښکاره کمولو وروسته لا ۲۵۰۰ سرتیري لري، په افغانستان کي دوهم لوی ځواک دی.

دا چي د ناټو ماموريت به څه کیږي، تر اوسه لا معلومه نه ده. د امريکا پخواني ولسمشر ترمپ له طالبانو سره ژمنه کړې وه چي د روان کال د اپریل تر ۳۰ می به ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وزي.

د جو بایدن تر مشرۍ لاندي د امریکا متحده ایالاتو نوی حکومت تر اوسه پوري په دې اړه خپل دریځ نه دی ښودلی. بایدن د پنجشنبې په ورځ ټینگار وکړ چي له تاکتیکي پلوه به سخته وي چي د ترمپ له خوا  د وخت ورکولو دغه وړاندیز دي عملي سي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر، هایکو ماس د آلمان د پارلمان له رايي اخیستني څخه هرکلی وکړ. هغه د تویتر له لاري څرگنده کړه: »موږ دغه ډول انعطاف پذیرۍ ته اړتیا لرو. موږ غواړو په افغانستان کي ددغه اتحاد په چوکاټ کي خپل پوځي ماموریت په گډه سره پای ته ورسوو. خو هغه باید په مسؤلانه ډول ترسره سي. او ددې کار له پاره ډیر وخت ته اړتیا لرو.«

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل