1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وروستي آلماني عسکر هم له افغانستانه ووتل

۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبه

په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت ختم او وروستي عسکر يې تيره شپه له افغانستان څخه ووتل. دغه ماموريت چي شل کاله يې دوام وکړ، د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د آلمان له پاره تر ټولو خونړی ماموریت وو.

Afghanistaneinsatz der Bundeswehr endet
انځور: Torsten Kraatz/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د دفاع وزیري، انه گریت کرمپ - کارنباور چي اوس امریکا متحده ایالاتو ته په سفر تللې ده، د سه شنبه په ماښام اعلان وکړ چي »له څه ناڅه شل کلن ماموریت وروسته، نن شپه ټول آلماني عسکر او عسکري له افغانستان څخه ووتل. هغوی اوس خپل ټاټوبي ته پر لار دي.«

هغې زیاته کړه: »د دغو سرتیرو په وتلو سره یو تاریخي فصل پای ته ورسید، داسي یو پرله پسي ماموریت چي د آلمان پوځ يې له ننگونو سره مخامخ کړ، هغوی ته یې جوړښت ورکړ او په هغه کي دغو ځواکونو په جگړه کي ځانونه ثابت کړل. داسي یو ماموریت چي زموږ ځواکونه یې له جسمي او رواني لحاظه زیانمن کړل او په هغه کي انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغو له خپلوانو سره غم شریکي کوم، هغوی به هیڅکله له یاده ونه باسو.«

په تیرو څه ناڅه شلو کلونو کي شاوخوا ۱۵۰ زره آلماني عسکرو د افغانستان په ماموریت کي ونډه اخيستې وه او ډیری یې څو واره هلته تللي ول. ۵۹ آلماني سرتیرو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړ، له هغو څخه ۳۵ تنه یې په نښتو او یا هم بریدونو کي له منځه تللي. په دې ډول دغه ماموریت د آلمان له پاره د دوهمي نړيوالي جگړې له پای راهیسي تر ټولو خونړی ماموریت وو.

په وروستیو وختونو کي آلماني سرتیري په مزارشریف او کابل کي ځای پر ځای ول. طالب جنگیالي له څو اونیو راهیسي د افغانستان په شمال کي هم د پرمختگ په حال کي دي. په ټول هیواد کي زورزیاتی مخ پر ډیریدو دی.

د آلمان پوځ د خپلو ځواکونو د وتلو په پیل کي ویلي ول چي هغوی به څه ناڅه ۸۰۰ کانتینرونه او تجهیزات آلمان ته انتقال کړي چي په هغو کي نقلیه وسایل، څرخي الوتکي، وسلې او مهمات شامل دي.

کرمپ-کارنباور د نوموړي ماموریت بیلانس داسي بیانوي: »موږ به په ښکاره ډول پر دې خبري وکړو چي کوم شی ښه وو او کوم نه او موږ څه شی ترې زده کړل«. په دوبي کي به له هغو سرتیرو څخه درناوی وسي چي د افغانستان په ماموریت کي یې خدمت کړی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل