1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: یو افغان په چړې تر سخت ټپي کيدو وروسته مړ سوی دی

۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبه

په جرمني کي یو ۳۵ کلن افغان د یوې شخړې په ترڅ کي په چړې وهل سوی او تر سخت ټپي کیدو وروسته یې سا ورکړې ده.

په بون کې د چړې د بريد وروسته د پوليسو عمليات
د آلماني پوليسو آرشيف انځورانځور: Marc John/Bonn.digital/IMAGO

دغه پیښه د جرمني  د راینلنډ فالڅ ایالت په باډ کرویڅ ناخ، کي د پارکینگ په یوه ساحه کي هغه وخت رامنځته سوه، کله چي دریو کسانو یو له بل سره شخړه پیل کړه.

لکه څنگه چي پولیسو او لویې څارنوالۍ خبر ورکړی دی، ۳۲ کلن برید کوونکی چي یو سوریايي دی، نیول سوی او اوس په زندان کی دی.

د دغې پیښې د علت په هکله پلټنې رواني دي. د معلوماتو له مخي: «په هرحال دغه شخړه، له مخدره موادو سره په تړاو جرمونو کي رامنځته سوې ده.»

د آلماني پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخي، ۳۵ کلن افغان او یو بل سړی د پارکینګ په یوه ساحه کي له یوه ۳۲ کلن سوریايي تبعه سره په شخړه کي ښکیل سول. ویل کیږي چي شکمن کس د چړې  په برید سره دغه افغان په اوږه کي سخت زخمي کړ.

د پولیسو په حواله ټپي سوی کس له خپل ملگري سره یوه روغتون ته ولاړل، چیري چي یو څه وروسته نوموړي ۳۵ کلن افغان سا ورکړه.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

01:26

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب