آلمان د حماس درې شکمن غړي نيولي
۱۴۰۴ مهر ۱۰, پنجشنبه
په برلين کې څارنوال وويل چې نيول شويو دريو سرو شکمنو کسانو د حماس له پاره فعاليت کاوه او هغوی پر اسرائيلي او يهودي موسساتو باندې بريدونو ته د چمتووالي نيولو په حال کې ول.
آلمان، اروپايي ټولنې، امريکا متحده ایالاتو او شمير نورو حکومتونو حماس ډله د يوې ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.
اړونده موضوع: المان: پولیسو په دویسبورګ کې د حماس د ملاتړو ودانۍ تالاشي کړي
چارواکو نيول شوي کسان چې دوه آلمانان او يو لبنانی دی، د عابد ال جي، وايل اف. ام او احمدي آی معرفي کړي دي. په آلمان کې د خصوصي حريم د تحفظ له کبله د دې کسانو بشپړ نومونه نه دي په ډاګه شوي. پر دې کسانو شک کيږي چې د وسلو او تجهیزاتو په راټولو کې یې لاس درلود.
د آلمان د فدرالي څارنوالۍ دفتر په حواله «په پام کې وه دا وسلې د حماس له لوري په آلمان کې په اسرائيلي او يهودي موسساتو کې د هدفي وژنو له پاره وکاريږي.»
ډېره وسله او تجهیزات موندل شوي
امنيتی ځواکونو د دې کسانو د نیولو د عملياتو په ترڅ کې بېلا بېلې وسلې هم موندلي چې کلاشنکوف، ماشيندارې، يو شمیر تفانچې او ډېر مقدار مهمات پکې شامل دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت، وويل چې دا پېښه د «ترهګرۍ د ګواښ» ښکارندوي کوي او دا چې شکمن کسان له اوږدې مودې راهېسې د پوليسو له خوا څارل کیدل.
اړونده موضوع: پر کنیسه د برید طرحه؛ جرمني د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړ
د آلمان د عدلیې وزيرې شتيفي هوبګ، وویل چې دا خبره واضح ده چې «په آلمان کې د يهودانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.»
هغې وویل: «موږ مکلف يو چې د يهودانو ساتنه وکړو. دا په دې معنا هم ده چې په له يهودانو سره دښمني په هيڅ صورت کې ونه زغمله شي.»
شکمن کسان څرنګه ونیول شول؟
د کورنيو چارو د وزير دوبرينت، په حواله چارواکو دا کسان له لومړي سره څارل. هغه وويل: «يو میاشتې تر مخه يو شکمن ترهګر چې له حماس سره یې تړاو درلود، آلمان ته داخل شو. چارواکو هماغه وخت د هغه څارل پېل کړل.»
د آلمان د فدرالي څارنوالۍ دفتر له خوا ويل شوي د ترهګرۍ ضد ځواکونو شکمن کسان هغه وخت ونيول چې په برلين کې د يوې ليدنې کتنې پر وخت یې د وسلو تبادله په نظر کې درلودله. د عملياتو پر مهال د يوې تفانچې په ګډون نوره وسله هم وموندل شوه.
اړونده موضوع: آلمان د يهودي ضد روحیې سره د مبارزې نوې تګلاره معرفي کړې
د آلمان په ختیځ ښار لايپزيک کې هم لټون ترسره شو چېرې چې يوه شکمن ژوند کاوه او په لوېديځ ښار اوبرهاوزن کې هم تلاشۍ ترسره شوې.
د چارواکو په حواله به شکمن کسان د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړل شي څو دا معلومه کړای شي چې آيا هغوی د حماس مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې فعاليت کاوه اوکه يوازې د حماس ډلې د خواخوږو په توګه په يوازې سر په فعاليت بوخت ول.