1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي اوس هم پر مهاجرو بريدونه کيږي

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د هغو ارقامو له مخي چي په دا وروستیو کي خپاره سوي، په آلمان کي هره ورځ پر پناه غوښتونکو تقریباً دوه بریدونه ترسره کیږي. د دغه هیواد د احصایې ادارې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کي پر مهاجرو مجموعاً ۴۲۴ بریدونه ثبت کړي دي.

Symbolbild Migration Deutschland
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد د کیڼ اړخه گوند په جواب کي ویلي دي چي پر پناه غوښتونکو باندي د تېر کال په پرتله د بریدونو شمیر راکم سوی دی. په هغه رپوټ کي چی نن سه شنبه د اگست پر نهمه د «نویه اوسنابروکه» په نامه ورځپاڼه کي د آلمان د کیڼ اړخه گوند د یوې پلټني له مخي خپور سوی، په اکثرو بریدونو کي چي پر پناه غوښتونکو ترسره سوي، تر ډېره ځایه د دغه هیواد ښی اړخي ډلي لاس درلود.

خو بیا هم د نوموړي رپوټ په حواله د دغو بریدونو په شمیرکي شاوخوا یو پر څلرمه کمښت راغلی دی. په آلمان کي په ۲۰۲۱م کال کي پر مهاجرو باندي د بریدونو شمیر ۵۷۶ پیښو ته رسېد.

د دغه رپوټ له مخي په مجموعي ډول د دغو بریدونو ۸۷ قربانیان د خپل اقامت له ساحې څخه دباندي تر برید لاندي راغلي او ټپيان سوي دي.  

خو دغه ډول بریدونه د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. د پناه غوښتونکو له استوگنځي څخه دباندي بریدونه په ۲۰۲۱م کال کي ۶۲ مواردو ته رسیږي. د دغه رپوټ له مخي د دغو بریدونو تقریباً یو پر څلرمه برخه، له زورزیاتیو ډکي حملې، لکه په قصدي ډول اور اچونه او زخمي کول، له چاودیدونکو موادو او وسلو څخه کار اخیستنه جوړوي.

علاوه پردې ویل کیږي چي د روان کال په لومړۍ نیمايي کي د پناه غوښتونکو پر استوگنځایونو باندي ۴۳ بریدونه ترسره سوي دي. په ډیرو دغو بریدونو کي مالي تاوان رسیدلی دی. همدارنگه پر دیوالونو باندي له رسامیو څخه په استفادې سره، غلط تبلیغات هم لیکل سوي دي. سربیره پر دې د پناه غوښتني په اړه پر مرستندویه سازمانونو او د هغوی پر داوطلبانه کارکوونکو باندي هم ۱۲ بریدونه ترسره سوي دي.

د جرمني په پارلمان کي د دغه هیواد د کیڼ اړخه گوند څخه، کلارا بونکر د دغو شمیرو په اړه ویلي: «دغه شمیرې یو وار بیا ښيی چي په آلمان کي نژاد پالنه د ورځني ژوندانه یوه برخه گرځیدلې ده.» د هغې په خبره هره نژادپرستانه حمله یوه حمله زیاتوالی ښيي. له همدې کبله بونکر د پناه غوښتونکو له پاره د ساتني پر یوې متناسبي طرحي باندي ټینگار وکړ او زیاته یې کړه: «سربیره پر دې، د نژاد پالني د بریدونو او ښي اړخو له خوا تر زورزیاتي لاندي قربانیانو د اقامت حق ته عاجله اړتیا موجوده ده.»

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب