1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پر «مسلم انتراکتيو» ټولنه باندې بندیز لګول شوی دی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ آبان ۱۴, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د «مسلم انتراکتيو» په نامه ټولنه باندې بندیز لګولی دی. وزارت پر دې سربیره په هامبورګ، برلين او هېسن ايالتونو کې د نورو اسلامپالو سازمانونو پر ودانيو هم چاپې وهلي دي.

د المان پوليسو د يوې تلاشۍ پر مهال
د آلمان امنيتي چارواکو لا دمخه د مسلم انتراکتيو ټولنه د يوه افراطي سازمان په توګه درجه بندي کړې وه.انځور: Johannes Simon/Getty Images

د آلمان د کورنيو چارو وزارت نن، چهارشنبه (د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۵) ويلي دي چې پر « Muslim Interactive»  ټولنه باندې یې بندیز لګولی دی او د دې سازمان شتمني به ضبط شي.

د کورنيو چارو وزیر اليکساندر دوبرينت، د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «موږ به د قانون په بشپړ ځواک سره هر هغه چا ته غبرګون وښييو چې د زورزياتي په کارولو سره زموږ پر سړکونو د خلافت اعلان کوي، د اسرائيل د دولت او يهودانو پر ضد په نه زغمل کيدونکي بڼه نفرت ته لمن وهي او د ښځو او اقليتونو حقونو له پامه غورځوي.»

اړونده موضوع: آلمان: شکمنه ښي اړخه افراطي ترهګره ډله ځپل سوې

چارواکو په هامبورګ ايالت کې اوه او په برلين او هېسن ايالتونو کې له نن سهار راهېسې ۱۲ نورې ودانۍ او ځایونه پلټلي دي. وزارت ويلي دي چې دا چاپې د «Generation Islam» او « Realität Islam» په نوم ټولنو په اړه د مقدماتي پلټنو پر اساس اچول شوي دي.

د آلمان په هامبورګ ښار کې د ۲۰۲۴م کال په سر کې په سونو کسان د خلافت د اعلانولو په موخه راټول شوي ول. دې کار سخته عمومي غوسه را پارولې وه او ډېرو پر دې سازمان باندې د بندیز د لګولو غوښتنه کړې وه. 

«مسلم انتراکتيو» څرنګه ټولنه ده؟

د آلمان امنيتي چارواکو لا دمخه د مسلم انتراکتيو ټولنه د يوه افراطي سازمان په توګه درجه بندي کړې وه. دې ډلې په ټوله نړۍ کې د خلافت غږ کړی وو، هغه څه چې د آلمان په اساسي قانون کې درج ديموکراتیک نظم سره په ټکر کې دي.

چارواکي په دې آند دي چې په ۲۰۲۰م کال جوړه شوې دا ډله د حزب التحرير (HuT) سازمان يوه څانګه ده. حزب التحرير سازمان په ۲۰۰۳م کال کې هغه وخت له بندیز سره مخامخ شوی وو چې د يهودانو پر ضد یې زرو زياتي او د هغوی وژنې ته لمن وهله.

اړونده موضوع: رپوټ: په آلمان کې د اسلامي افراطیت خطر اوس هم باقي پاتې دی

اندرياس ياکوبز، چې د کونراډ ادناور موسسې د ټولنیز انسجام د څانګې مشر دی، په ۲۰۲۴م کال کې یې له دويچه ویلي سره په خبرو کې ويلي ول: «که په محتاط ډول ووايو نو دا يو انقلابي سیاسي غورځنګ دی چې د واکمن نظام بنسټر بدلون یې هدف دی، نه يوازې په اسلامي هېوادونو بلکې په ټوله نړۍ کې.»

دا ټولنه په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده او د پام وړ تعقيبوونکي لري. ويديويي پوستونه یې مسلکي بريښي او د غورځنګ مشران د عصري او فصيح يا جراره شخصیتونو په توګه انځوروي.

اړونده موضوع:  په آلمان کي د شکمنو ښی اړخو افراطيونو پرضد عمليات

دا ټولنه په آلمان کې مسلمانانو ته د يوه اقليت په سترګه ګوري چې توپیري چلند ورسره کیږي او له ټولنې څخه څنډې ته کړل شوي دي.

دې تګلارې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نيټه پر اسرائيل باندې د حماس د بريدونو چې په نتيجه کې یې په غزه کې جګړه پېل شوه، وروسته وده کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب